Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 لغمان کې  د شاهي کانال لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې

 لغمان کې  د شاهي کانال لومړي فاز جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/16

د لغمان  ولایت شاهي کانال لومړي فاز جوړولو هڅې چې له څو کلونو راهيسې کېدې، پرون یک شنبه (د ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۵ مه ) رسماً پيل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور د کانال جوړولو پرانیست غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د دې کانال د لومړي فاز پر لومړۍ برخې رغولو شاوخوا ۸ ميليونه ډالره لګول کېږي.

منصور زیاتوي: «د لومړي فاز لومړۍ برخې لګښت ۸ میلیونه امریکايي ډالره ده، چې د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي. د دې برخې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.»

په همدې حال کې د دې وزارت چارواکي وايي، د دغه کانال بشپړېدو سره به د زرګونه هکټاره ځمکې پر خړوبېدو سربېره د ځايي اوسېدونکو په ژوند کې هم مثبت بدلون رامنځته شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي: « دا په داسې یوه ځای کې چې ځمکه کمه او نفوس ډېر وي، یوه لویه پروژه ده. د لغمان خلکو یو یا دوه جریبه ځمکه لرله خو اوس به ۱۰۰ زره جریبه ځمکه ولري.»

له دې سره، د لغمان ځايي چارواکي غوښتنه کوي چې د دې کانال د لومړي فاز له بشپړېدو وروسته دې د کانال پاتې برخې هم جوړې شي، ترڅو په دې ولايت کې اوبه په سمه توګه مديريت شي.

د لغمان والي شېر احمد حقاني وايي: « موږ لغمان ولایت ته د نورې پاملرنې غوښتنه هم کوو او باید د کانال ټولې برخې جوړې شي؛ ترڅو د لغمان خلکو او په ټوله کې د ختیځ اوسېدونکو لپاره اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبد الطیف منصور وايي: « د کله ګوش بند به هم جوړیږي. کله چې دا بند جوړ شي، په کانال کې به د اوبو فشار زیات شي او تر مهترلام بابا زیارت پورې ټوله پرته ځمکه به خړوبه شي. ډېر ژر به د کله ګوش بند د رغولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شي.»

بله خوا، د لغمان اوسېدونکي خوښ دي چې په سیمه کې یې داسې ستره حیاتي پروژه پلې کېږي.

 د دوی په خبره، له دې سره به ډېرو بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د لغمان اوسېدونکی محمد نواب وايي: «د شاهي کانال په جوړېدو سره د لغمان خلکو ته د کار زمینه برابره او دا پرتې دښتې به خړوبې شي او خلکو ته به ډېره ګټه ورسېږي.»

د لغمان بل اوسېدونکی ګلاشېر وايي: «دا ډېر لوی کار دی، خلکو ته کار پیدا کېږي او ځمکې ورسره آبادېږي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د لغمان شاهي کانال چې ټولټال۷۰ کیلو مټره اوږدوالی لري، په دوو فازونو کې جوړېږي.

د وزارت په خبره، پر دغه کانال د دولت له بودیجې ۵۰ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به یې ټو ۲۰زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist