Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

مجاهد: ټاپي دسیمه‌يیز اتصال او اقتصادي ثبات لپاره مهمه پروژه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

 ټاپي یا د ګاز لېږدونې هغه نل لیکه چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې عملي چارې د مختلفو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د چهارشنبې پر ورځ  د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۱ مه) یې  د عملي کارونو د پرانیستې یې د افغانستان او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو له لوري ترسره شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له ټاپي پروژې سره همهاله به د اورګاډي پټلۍ د غځولو، نوري فایبر او د برېښنا اړوند ټاپ پروژې چارې هم پیل شي.

د مجاهد په خبره، د ټاپي پروژې په تطبیق سره به سیمه ‌يیز اتصال رامنځته او په افغانستان کې به د ګازو او انټرنېټ خدمتونو بیې د پام وړ راټیټې شي.

هغه زیاتوي: « له نن وروسته به د ټاپي پروژې عملي چارې د افغانستان په خاوره کې پيل کېږي. د دې پروژ لومړی فاز تر هرات ولایت پورې دی چې له رسېدو سره سم به ګاز په کې راخوشې شي او د افغانستان خلک به ترې ګټه اخلي او دغه راز قیمت به یې هم ډېر ارزانه وي.»

مجاهد د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په برخه کې د ترکمنستاني چارواکو هڅې ستايي او له ترکمنستان سره د رغنده دوه اړخیزو اړیکو غوښتنه کوي.

د مجاهد په خبره،  د ټاپ پروژې یوه برخه د نورالجهاد سب سټېشن پروژه ده چې له ترکمنستان څخه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي او په هرات کې یې د لومړی فاز چارې پیل شوې دي.

هغه زیاتوي: « د نور الاجهاد سب سټېشن د ټاپ پروژې یوه برخه ده. دا د هېواد یوه بله اساسي پروژه ده چې د برېښنا انرژي له ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته لېږدوي. د دې پروژې یوه برخه په هرات ولایت کې پلې شوه او له مخې یې نن د نور الاجهاد سب سټېشن په کار پیل وکړ او دغه ولایت ته به برېښنا ورکړي.»

د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان په کلني ډول تر۴۵۰ میلیون ډالرو ټرانزیټي محصول ترلاسه کوي.

د ټاپي په نوم د ګازو لېږدونې په دې پروژه کې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډون لري؛ ټول اوږدوالی یې څه باندې ۱۸سوه کیلومټره ښودل شوی چې ۷۳۵ کیلومټره یې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د ټاپي او نورو لویو پروژو بشپړېدل د هېواد لپاره د اقتصادي ثبات په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي.

د دوی په خبره، دغه ډول پروژې به د کارموندنې، صنعت او سوداګرۍ په وده کې مهم رول ولري.

 د اقتصادي چارو کارپوه محمد آصف ننګ وايي: « تر ټولو مهمه دا ده چې ټاپي د افغانستان د ثبات پروژه او د سیمه ییز اتصال کړۍ ده. سره له دې چې په کال کې تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو عواید راوړي، افغانستان ته به ګاز هم ورکول کېږي.»

د ګازو لېږدونې دغه نل لیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي چې ورسره به په دغو ولایتونو کې زرګونو کسانو ته د کار فرصتونه هم برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist