Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې ۶۰ بستریز روغتون جوړیږي

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې ۶۰ بستریز روغتون جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/05

د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د نهو کلیو اوسېدونکو او قومي مشرانو د ولس په لګښت د دغه ولسوالۍ د۶۰  بستریز روغتون لپاره ځمکه واخيسته.

دوی وايي، دغه ځمکه چې څلور جرېبه مساحت لري، د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په بدل کې اخیستل شوې او تمه ده چې د روغتون جوړولو چارې یې ژر تر ژره پیل شي.

د دره نور ولسوالۍ یو تن قومي مشر علي‌الله وايي: « زموږ ولس د غره په لمن کې اوسېږي او ډېر بېوزله خلک دي. مشرانو لازمه وګڼله چې دغه کسان باید روغتیايي مرکز ته لاسرسی ولري، د همدې لپاره مو روغتون ته ځمکه واخیسته.»

د دره نور ولسوالۍ یو بل قومي مشر عبدالرحمن بیا وايي:« له دولت  غوښتنه کوو چې د ولس له خوا پر پېرل شوې ځمکه له موږ سره ژمنه شوي روغتون چارې پيل کړي، ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.»

د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اوسمهال د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د ولسوالۍ پر کچه داسې لوی روغتون نه لري چې د ناروغانو بشپړه درملنه په کې وشي.

د دره نور ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی شوکت امله ‌وال وايي: « دره نور ولسوالي ۱۵۳ زره نفوس لري خو له بده مرغه داسې روغتون یا روغتیايي مرکز نه لري چې د ناروغانو بشپړه درملنه وکړي. زه چارواکو او اړوند موسسو غوښتنه کوم چې په خپل وار د روغتون د جوړولو کارونه پيل او د خلکو ستونزې هوارې کړي.»

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه ګام هرکلی کوي او وايي، د عامې روغتيا له وزارت سره یې د دغه روغتون د جوړولو وړاندیز شریک کړی او هڅه کوي چې دغه روغتون د وزارت له بودیجې او یا هم د کومې همکارې موسسې په مالي ملاتړ جوړ کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي امین‌الله شریف وايي: «زه له ولس مننه کوم چې د روغتون جوړولو لپاره یې ۴ جرېبه ځمکه زموږ په واک کې راکړه. لومړی به اداري کارونه ترسره شي او له منظورۍ وروسته ګورو چې دغه روغتون یا د دولت یا هم د لېوالتیا لرونکو موسسو په مالي ملاتړ جوړ کړو.»

اوس مهال د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ولسوالۍ پر کچه روغتون نه شته چې له امله یې ډېر کله ناروغان د جلال آباد ښار روغتونونو ته د لېږدولو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist