Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان  او ترکمن چارواکو د یو شمېر پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

افغان  او ترکمن چارواکو د یو شمېر پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/01

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي ترکمنستان ته د دغه وزارت د لوړ پوړي پلاوي د درې ورځني سفر پرمهال د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره د لیدنو خبر ورکوي او زیاتوي، چې په دې سفر کې له ترکمني چارواکو سره په افغانستان کې د ځینو پروژو د پلي کولو په موخه هوکړې ته رسېدلي دي.

 

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، د دې وزرات له لوري تللي پلاوي هلته د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په دغه برخه کې شته فرصتونو باندې بحثونه کړي.

افغان زیاتوي: « په دغو ناستو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وشوې.»

افغان وايي، په دې لیدنو کې دواړو لورو د طبیعي ګازو د نل لیکې( ټاپي)، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي(ټاپ)، د تورغونډۍ-هرات د رېل کرښې لومړي فاز او نوري فایبر پروژو د پلي کولو په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

هغه زیاتوي: « د دغو کتنو په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون، د ټاپ پروژې د تطبیق هوکړه لیک، د هرات سنوبر د اوسپنې پټلۍ عمل پلان او د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ ترمینل د پراختیا هوکړه لیکونه لاسلیک شول.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنوونکي دغه پروژې د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بولي او زیاتوي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به نه یوازې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره اقتصادي اړیکې بلکې سیاسي اړیکې هم پراخې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سېلاب سمندر وايي: « دا به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نورو اقتصادي اړیکو پراختیا او همدارنګه به د سیاسي اړیکو د استحکام لپاره هم زمینه برابره کړي.»

د اسلامي امارت دغه لوړ پوړی پلاوی په داسې حال کې د اقتصادي پروژو د پلې کولو لپاره ترکمنستان ته تللی، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا  غبدالغني برادر اخوند هم ازبېکستان ته د سفر پرمهال د ازبېکستان او اذربایجان هېوادونو له لوړ پوړیو چارواکو سره ولیدل او پر یو شمېر اقتصادي موضوعاتو یې خبرې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist