Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرپل کې د ډبرو سکرواستخراج کچه زیاته شوې

سرپل کې د ډبرو سکرواستخراج کچه زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/31

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له شته کانونو هره ورځ زر ټنه سکاره په معیاري او مسلکي ډول استخراجېږي.

له یوه کال راهیسې د دغه ولایت د ډبرو سکرو له کانونو د استخراج چارې ملي پراختیا شرکت ته په قرارداد ور کړل شوې.

د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د بلخاب ډبرو سکرو په کانونو کې ۱.۵ میلیارد ټنه سکاره شته دي.

په بلخاب حوزه کې د ملي پراختیا شرکت مسوول فرید عظیم وايي: « په بلخاب کې د ملي پراختیا شرکت په راتلو سره مو وکولی شول، د امنیتي ځواکونو په مرسته د غیرقانوني، غیر معیاري او غیر تخنیکي استخراج مخه ونیسو. اوس مهال ټول کارونه د کانونو او پټرولیم وزارت له هوکړې سره سم پرمخ ځي او چا ته د غیر قانوني استخراج اجازه نه ورکول کېږي.»

عظیم وايي، اوس له دغو کانونو په معیاري بڼه د ډبرو سکاره ایستل کېږي او له دې لارې تر لاسه کېدونکي عواید د قوشتېپې کانال په ګډون د هېواد ځينو نورو مهمو پروژو په چارو کې لګول  کېږي.

هغه زیاتوي: « د بلخاب حوزې له ډبرو سکرو څخه د قوشتېپې په ګډون د ملي پروژو په تمویل کې ګټه اخیستل کېږي. زموږ د لومړنیو څېړنو له مخې، په دې کان کې له ۱.۵ میلیارد ټنو څخه زیات سکاره شته دي.»

بلخاب کې د سکرو استخراجونکي انجنیران وایي، که څه هم یاده ولسوالي کې ۵۰۰ د ډبرو سکرو کانونه موجود دي، خو په خبره یې، دغه کانونه له دې وړاندې د خلکو له خوا په غیري معیاري توګه ایستل کېدل، خو اوس، چې د ملي پراختیا شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي، په کې د اور لګېدنې، ګازنیونې، نړېدو او ورته نورو پېښو مخنیوی شوی.

د بلخاب حوزې ساحوي انجنیر اسرافیل سروش وايي: « د بلخاب ډبرو سکرو په پنځو فرعي حوزو کې له دې وړاندې ۵۴۲ سمڅې موجودې وې، چې ټولې په غیر معیاري توګه کېندل شوې وې. موږ دغه سمڅې بندې کړې، ترڅو ساحوي خوندیتوب رامنځته او د انساني مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.»

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه له دې وړاندې په غیر مسلکي او غیر معیاري ډول کېندل کېدل خو له هغه راهیسې، چې چارې یې د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې، هره ورځ زر ټنه سکاره ترې استخراج کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist