Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوېلي زون کې د وینې پر سرطان د اخته کسانو شمېر زیات شوی

سوېلي زون کې د وینې پر سرطان د اخته کسانو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته د وینې په سرطان یا تلسیمیا اخته کسان له بېلابېلو ولايتونو او لرې پرتو سیمو څخه راوړل کېږي.

دا ناروغان، چې ډېره برخه یې ماشومان دي، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره  مخ دي او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د مسوولينو د ملاتړ غوښتونه کوي.

د وینې پر سرطان د یوه اخته ماشوم مور وايي: « دلته هرڅه په بیه دي، نه درمل شته او نه امکانات؛ حتا خپل ناروغ ته وینه هم په بیه اخلو.»

د یوه بل ناروغ پایواز باز محمد بیا وايي:«غوښتنه مو دا ده، چې د درملو او وسایلو په برخه کې له موږ سره مرسته وشي، ترڅو ناروغان مو ژر ښه شي.»

د روغتون مسوولین وايي، د وینې سرطان ناروغي د تېر کال په پرتله زياته شوې.

 د دوی په خبره، تېر کال د وينې په سرطان اخته څه باندې ۱۲ زره ماشومان میرویس حوزوې روغتون ته را وړل شوي دي.

د یاد روغتون د ناروغانو د ثبت ادارې مسوول ډاکټر محمد اشرف کیهان وايي، د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د تلسمیا شاوخوا ٩٥ نوي ناروغان تشخيص شوي او تر ٣٠٠٠ زيات ناروغان په پرله پسې ډول د وينې ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.

کیهان زیاتوي:« تېر کال ۱۲ زره ۹۲۰ تنه ناروغان په مسلسله توګه راغلي او د وینې له بانک څخه یې وینه ترلاسه کړې، ۲۹۰ مو نوي کېسونه درلودل. روان کال تراوسه پورې ۹۵ نوي کېسونه لرو، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.»

همدارنګه د یاد روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر هدایت الله حکیمي واييوايي:« د وینې سرطان یوه جنیټیکي ناورغي ده، چې له میندو څخه ماشومانو ته انتقالېږي او د وینې هیموګلوبین متأثره کوي.»

دغه ناروغي داسې مهال زیاتېږي، چې په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي ځوړ له امله خلک د روغتيايي لګښتونو د ورکړې او په خپل وخت د درملنې کولو توان نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist