Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت:روان کال کې د شدید نس ناستي سلګونه زره پېښې ثبت شوي

عامې روغتیا وزارت:روان کال کې د شدید نس ناستي سلګونه زره پېښې ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

نس ناستی یا اسهالات د اومه خوراکي توکو خوړلو، میکروبونو، ناپاکو اوبو او د پاکۍ یا حفظ‌ الصحې نه ساتلو له امله منځته راځي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د هېواد په ټولو روغتیایي مرکزونو کې په حاد نس ناستي د اخته ناروغانو شمېر نږدې ۹۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د حاد اسهال د مخنیوي لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل شوي، ترڅو د یادې ناروغې پر وړاندې ځانونه وقایه کړي.

زمان زیاتوي:« د حاد اسهال ناورغي ډېر کله د ګرمۍ پرمهال په تودو سیمو کې ډېریږي. د دې لپاره، چې د یادې ناروغۍ ښه مخنیوی وشي، د عامې روغتیا وزارت له مختلفو لارو له ولسونو سره د عامه پوهاوي پروګرامونه شریکوي. په معالجوي برخه کې هم د تېر پرتله خدمات ښه شوي. په تېرو اتو میاشتو کې د هېواد پر کچه له موږ سره د حاد اسهال ۹۰۰ زره ناروغان ثبت شوي، چې لویان او کوچنیان په کې شامل دي.»

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران هم د یادې ناروغۍ د زياتېدو له امله اندېښمن دي او وايي، خلک دې د مخنیوي یا وقايې په موخه د ناپاکو اوبو له څښلو او د خامو خوړو له خوړولو ډډه وکړي او دغه راز دې د ماشومانو پاک ساتنې او حفظ الصحي ته په پاملرني سره له یادې ناورغۍ ځانونه خوندي کړي.

د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر علي قمرزی وايي: « اسهالات له ناپاکو خوړو، چټلو اوبو او چاپېریال او دغه راز له پاتې شونو خوړو رامنځته کېږي. همدارنګه پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ډېر په دې ناروغۍ اخته کېږي؛ ځکه چې د هغوی کولمې د جذب ظرفیت نه لري. د اسهال د مخنیوي یوازنۍ لاره د پاکۍ ساتنه ده.»

ځيني نور ډاکټران شدید نس ناستی تر دې حده خطرناکه ناروغي بولي، چې په خبره يې په څو ساعتونو کې پرې د اخته کس د مړينې لامل کېدای شي.

دوی ټينګار کوي، د یادې ناروغۍ پرمهال دې خلک ځانونه تر ټولو نږدې روغتیایي مرکز ته ورسوي، څو پر وخت یې درملنه وشي.

ډاکټر کمین ساپی په دې اړه وايي:« نس ناستی هغه وخت حاد یا شدید ګڼل کېږي، چې غایطه مواد په ۲۴ ساعتونو کې له ۳ ځلونو زیات له بدن څخه خارج شي او دوام یې له دوه اونیو څخه کم وي. دا ناروغي مختلف عوامل لري، خو اکثریت لامل یې میکروبونه دي. په اوړي کې ځکه د شدید نس ناستي ناروغي ډېره وي، چې میکروبونه په ګرمۍ کې چټکه وده کوي او له یوه کس څخه بل ته یې د لېږد چانس ډېر وي. همدارنګه اوبو ته اړتیا او د خوراکي توکو د خرابېدو کچه هم لوړه وي، هغه څه چې د میکروبونو د انتقال سبب دي.»

د ډاکټرانو په وینا، شدید نس ناستی، چې د ګرمۍ په موسم کې تر بل هر وخت زیاتېږي، د انسان د وجود اوبه کموي او له همدې امله ښايي پرې اخته کس خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دې وروستیو کې شمشاد ته ځينو سرچینو ویلي، په ختیځو ولایتونو کې یو شمېر کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي.

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې یاد وزارت پر شدید نس ناستي اخته کسانو شمېر یو اعشاریه ۴ میليونه تنه ثبت کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist