Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي دروغتیایي مرکزونو له کموالي شکايت کوي

د هلمند نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي دروغتیایي مرکزونو له کموالي شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالي، چې تازه د ګرېشک له ولسوالۍ څجلا او په یوه خپلواکه ولسوالۍ بدله شوې،ه اوسېدونکي یې په مرکزي سیمو کې د روغتون او کلینیکونو له نه شتون شکایت کوي.

دوی وایي، ساعتونه مزل کوي، ترڅو نږدې روغتیایي مرکز ته ځان ورسوي او درملنه وکړي.

دغه راز دوی له سر‌‌‌‌پرست حکومته غوښتنه کوي، چې په مرکزي سیمو کې روغتیايي مرکرزونه ورته جوړ کړي.

د نهرسراج ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « ترټولو نږدې کلینیک له موږ څخه یوساعت لرې دی؛ موږ اړ یو چې یا ګرشک ته لاړ شو یا هم شین ډنډ ته.»

د نهرا سراج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي: « کلینیک زموږ له کورونو څخه تقریبا ً دوه ساعته لرې واټن لري، موږ خپل ناروغان په وخت نه شو رسولی.»

بل لور ته د هلمند عامې روغتیا رییس سید  احمد سعید وایي، د وزارت د اصولو له مخې دغې ولسوالۍ کې کافي روغتیایي مرکزونه شته، خو بیا هم ډېر ژر به په یاده ولسوالۍ کې یو بل بشپړ روغتیایي مرکز جوړ شي ترڅو د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.

 د مسوولینو په خبره، دا مهال یادده ولسوالۍ کې ٦ روغتیایي مرکزونه شته او خلک ترې ګټه اخلي .

سعید زیاتوي:« موږ په نهر سراج کې د دولت له قوانینو سره سم کافي روغتیايي خدمتونه لرو، خو دا خبره سمه ده، چې هلته لا بشپړ روغتیايي مرکز نه شته دی. دا چې نهرسراج اوس یوه خپلواکه ولسوالي ده، نو موږ هم وزارت ته د بشپړ روغتیايي مرکز د جوړولو وړاندیز کړی.»

هلمند ولایت د هېواد پر کچه پراخ مساحت  لري او د ټول افغانستان لسمه برخه تشکیلوي. د دې ولایت اوسېدونکي په لرې پرتو سیمو کې سره پاشلي دي، چارواکي وايي، همدا لامل دی چې پر وخت د دې ولایت ټولو اوسېدونکو ته عامه خدمتونه نه شي رسولی .

د دوی په خبره، د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو راهیسې دغه ستونزه تر یوه حده حل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist