Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غور اوسېدونکي: له سرپرست حکومته غواړو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي

د غور اوسېدونکي: له سرپرست حکومته غواړو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د حکومت له خوا د کورنیو تولیداتو ملاتړ او ترې د ګټې اخیستنې لپاره د خلکو هڅول هغه څه دي، چې د غور او نیمروز اوسېدونکو پر باور لري او وایي، دا کار د کورنيو تولیداتو د ودې او د هېواد پرځان بسیاینې لامل کېدای شي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او زیاتوالي په موخه د سوداګرو ملاتړ وکړي.

د غور اوسېدونکی نقیب الله داخلي تولیدات د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او زیاتوي: «دولت باید له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي ترڅو اقتصاد ورسره پياوړی او خلک د کاروبار خاوندان شي.»

همدارنګه د نیمروز اوسېدونکی غلام محمد  هم «حکومت باید د کورنیو تولیداتو په برخه کې پراخ پروګرامونه ولري. دغه کار د نندارتونو د جوړولو له لارې کېدای شي ترڅو سوداګر او تولیدوونکي خپل محصولات په کې نندارې ته کېږدي او لپاره یې بازار موندنه وشي.»

دوی همداراز د صنعتکارانو لخوا د کورنيو تولیداتو کیفیت لوړولو ترڅنګ، خلکو ته د يادو توکو د ور پېژندلو په موخه د نندارتونونو جوړولو غوښتنه کوي، څو په خبره يې خلک د دغو توليداتو د کيفيت په اړه لا ډېر باوري شي.

بله خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین له کورنيو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې دغه تولیداتو ته يې په کور دننه او بهر د بازار موندنې لپاره پلانونه جوړ کړې او له مخې به یې په بهر کې هم کورني محصولات د نندارتونونو له لارې نندارې ته وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: «موږ په راتلونکې کې داسې پروګرامونه په پلان کې لرو، چې له لارې به یې د خپل هېواد محصولات او تولیدات د نورو هېوادونو په نندارتونو کې ته وړاندې کړو ترڅو له پراخې بازار موندنې څخه برخمن شي.»

مسوولین په هېواد کې د امنیت تینګښت یو لوی فرصت بولي او او وایي دا مهال تر بل هر وخت زیات د پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه رامنځته شوي او دوی باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

شریک نمایید

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist