Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برادر: د اوبو مهارول او مديريت مو لومړيتوب دی

برادر: د اوبو مهارول او مديريت مو لومړيتوب دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند  د دوشنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۹ مه) په پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو پيل پرانیسته وکړه.

ملا برادر په دې اړه جوړو  شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د اوبو مهارول او مديريت د سرپرست حکومت په کاري لومړيتوب کې دي او ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې د خپلې ژمنتيا پر بنسټ له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.

د برادر په خبره، سرپرست حکومت د هېواد ځان بسياينې او ټولنيز پرمختګ لپاره له کورنيو اقتصادي سرچينو ګټه اخلي.

هغه زیاتوي: « اسلامي امارت په پام کې لري، چې د اقتصادي ودې لپاره کرنه او د کرنې د ودې لپاره اوبه مدیریت کړي؛ دغه کار زموږ د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.»

په ښرنه کې د اوبو پر دغه بند ټولټال ۸۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول لګښت يې د سرپرست حکومت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي او په شاوخوا دوه نيمو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.

چارواکي ډاډ ورکوي، چې د اوبو مهارولو په برخه کې له دې پروژې سربېره د ورته نورو پروژو پلي کولو ته هم ژمن دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور په دې اړه وايي: « دغه بند ۴۱ متره لوړوالی لري، ۲۵ میلیونه مترمکعبه اوبه به زېرمه کړي او تر یو مېګا واټ به برېښنا تولید کړي.»

ورته مهال ځایي چارواکي او د پکتیکا اوسېدونکي که څه هم د یادې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي، خو ترڅنګ یې ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید دلته په نورو برخو کې هم رغنیزې پروژې پلې کړي، ترڅو شته ستونزې ورسره هوارې شي.

د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت وايي: « له ټولو چارواکو غوښتنه کوم، چې پکتیکا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بندونو ترڅنګ په نورو برخو کې هم د بیا رغونې پروژې پلې کړي.»

په پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پیل په مراسمو کې د سرپرست حکومت چارواکو همدا راز ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې د لویو او منځنیو اوبو بندونو د جوړیدو او اوبو د مهار لپاره طرحه  یې چمتو کړې، چې له ډلې یې د کمال خان، بخش آباد، پاشدان او آغاجان بندونو چارې بشپړې شوې یا هم د بشپړېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist