Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، په دې نندارتون کې د ازبېکستان له دولتي او خصوصي سکټور سره د ۲.۵میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دوی وايي، له یاد هېواد سره یې د ټرانزېټ په برخه کې د نوي هوکړه ‌لیک له مخې افغاني تولیداتو ته دا زمینه برابره کړې، چې د ازبېکستان له لارې يې په کم وخت او لږ لګښت سره روسیې او چین ته ورسوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « ازبېکستان له موږ سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان صادراتو ته له پنځو تر پنځه اویا سلنې پورې اجازه او تخفیف ورکړي. اوس کولی شو خپل محصولات په لږ وخت او لګښت سره تر چین او روسیې پورې ورسوو.»

په ورته وخت کې ازبېکستاني چارواکي کابل ته د دې هېواد د لومړي وزیر سفر په هره برخه کې اغېزناک بولي او وایي، له افغانستان سره اقتصادي اړيکې له ګاونډيتوب ورها خوا پر ډېرو مشترکاتو پورې تړلي دي.

په کابل کې د ازبېکستان شارژدافېر خواجه یادګار شادمانوف وايي: « له تېرو درېیو ورځو راهیسې د نندارتون پیلېدل لامل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي دروازې پرانیستل شي. د ازبېکستان لومړي وزیر راتګ له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه وشو. په دې نندارتون کې د ۲.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول. موږ هیله من یو، چې دغه دوستي لا وغوړېږي.»

بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له ازبېکستان سربېره نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم ښې اقتصادي اړیکې غواړي او په خبره یې هغه ګاونډي هېوادونه، چې په اقتصادي برخه کې ستونزې جوړوي، باید ستونزې د خبرو له لارې یې حل کړي، ترڅو سوداګرو ته زیانونه ونه رسېږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رئيس خان جان الکوزی وايي: « زموږ یو شمېر ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان ډېر کله ټرانزیتي ستونزې جوړوي. له دې امله چې زموږ محصولات تر ډېره زراعتي دي، د دغو ستونزو له امله خرابېږي.»

د خصوصي سکټور نور چارواکي وايي، دغه ډول نندارتونونه کولی شي، چې سوېلي آسيا له مرکزي آسيا سره ونښلوي او د سوداګرۍ په برخه کې  اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د افغان خصوصي سکټور چارواکي زیاتوي، میاشت وروسته به د امام ابو حنیفه په نوم بل نندارتون هم په کابل کې جوړ شي، چې په کې به وطني تولیدات نندارې ته وړاندې شي او په لوړه کچه بهرني ميلمانه به هم ګډون ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « افغانستان د منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا د هېوادونو ترمنځ پل دی او کولی شي د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګري اسانه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې په تاشکنت کې د افغانستان نندارتون جوړ شوی و، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه په کې لاسلیک شول او د سوداګرو ترمنځ د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پېر او پلور ترسره شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist