Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د ازبېکي توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د ازبېکي توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/18

د ازبېکستان لومړي وزیر عبداللله عارف اوف پر مشرۍ یو لوړ پوړی د شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د زمري پر ۲۷ مه)  کابل ته راغی  او دلته یې د ازبېکستاني توکو د نندارتون پرانیستلو ترڅنګ له افغان لوري سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې تړونونه هم لاسلیک کړل.

ټاکل شوې ده،  د دې نندارتون په ۸۵ غرفو کې به ازبېکستاني توکي نندارې ته وړاندې شي، چې درې ورځې به دوام ولري.

د سرپرست حکومت چارواکي په تېرو درېیو کلونو کې هېواد ته په لومړي ځل په دې کچه د یوه لوړ پوړي بهرني پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخوالي په برخه کې اغېزمن ګڼي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « د افغانستان پر کانونو د پانګونې په برخه کې یوه هوکړه وشوه، په تاشکند او کابل کې د دوه اړخیزو سوداګریزو خونو جوړېدل، په کابل کې د ازبېکستاني محصولاتو نندارتون جوړېدل‎، چې ازبېکستان ته زموږ د سفر پرمهال پرې هوکړه شوې وه، نن دا دی عملي کېږي.»

د ازبېکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر لزیز قدرتوف د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پخوانۍ بولي او په راتلونکې کې د لاپراختیا ورکولوخبره کوي.

قدرتوف وايي، هېواد یې په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې کچه درې میلیارده  ډالرو ته پورته کړي او د ګمرکي تعرفو له منځه وړلو ترڅنګ د افغان ټرانس په څېر لویو پروژو د پلي کېدو لپاره یې هم هڅې چټکې کړي.

هغه زیاتوي:« هڅه مو دا ده، چې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارده ډالرو ته ورسوو.  موږ به د ګمرکي تعرفو له منځه وړلو ترڅنګ د افغان ټرانس په څېر لویو پروژو د عملي چارو د پیل لپاره هم کار وکړو.»

خصوصي سکټور دغه شان سفرونه د دواړو لوریو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ  د کچې په لوړېدو کې مهم ګڼي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وايي، تر دې دمه یې د ازبېکستان یو میلیون ټنه بېلابېل توکي په بریاليتوب سره د سوېلي آسیا هېوادونو ته لېږدولي دي.

مومند زیاته کړه: «موږ باید د ازبېکستان ظرفیت او د افغانستان فرصت سره جمع کړو او ګټه ترې واخلو. د افغانستان خصوصي سکټور لېوالتیا لري، چې له ازبېکستاني لوري سره ګډ کار وکړي.» 

واک ته د اسلامي امارت بیا ځلې له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د یوه هېواد د لومړي وزیر پر کچه بهرنی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

هېواد ته د عبدالله عارف ‌اوف د سفر اصلي موخه د افغانستان او ازبېکستان نښلول، د سوداګرۍ اړونده دوه اړخیزه ناسته کې ګډون او په کابل کې د دې هېواد د محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل  بلل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist