Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمر: کندهار کې د درملو کيفيت مالومولو لابراتوار جوړيږي

د خوړو او درملو معینیت د درملو ۲۰۰ شرکتونو فعالیتونه ځنډولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/03

له تېرو څو لسیزو راهیسې افغانستان ته په غیرې قانوني او قاچاقي لارو له ګاونډي هېوادونو بې‌کیفیه او تاریخ تېري درمل او دغه راز خواړه هېواد ته واردېږي او د وخت حکومتونو یې بشپړ مخنیوی نه دی کړی.

د عامي روغتیا وزارت د خوړ او درملو معین عبدالباري عمر له شمشاد سره په لـــید خپرونه کې ویلي، اوس هم ۱۵  سلنه درمل له ناقانونه لارو هېواد ته راوړل کیږي، خو په خبره یې د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د عمر په خبره، افغانستان د کورنیو تولیداتو کې ۲۵ سلنه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

هغه زیاتوي:« دومره درته ویلی شم، چې ۸۰ یا ۸۵ سلنه موږ پر دې توانېدلي یو، چې دا ستونزه مهار کړو. اوس الحمد الله په بازار کې هغه کم کیفیته  درمل چې تېر کال پیدا کېدل نشته، هغه کم کیفیته درمل چې دوه کاله، درې کاله یا څلور کاله مخکې پيدا کېدل، هغه اوس نشته. داخلي تولېداتو رشد کړی، آن موږ په داخلي تولېداتو کې صادرات وکړل، عراق هېواد ته افغاني سیروم صادر شول، اوس هم دا لړۍ روانه ده. داخلي تولېدات له درې تر پنځو سلنو پورې په بازار کې موجود وه، خو اوس له ۲۰ تر ۲۵ سلنو پورې ده.»

د خوړو او درملو معین مني، چې هېواد ته ۶۰۰ شرکتونه درمل واردوي،چې ځينو یې بې‌کیفیته درمل واردول او له دې ډلې یې د ۲۰۰  شرکتونو فعالیتونه ځنډولي خو ۴۰۰ نور شرکتونه په قانوني ډول سره درمل واردوي.

عمر وايي:«  موږ له ۶۰۰ زیات قانوني شرکتونه لرو، چې په دغو کې ځېنو شرکتونه غیر فعاله دي، شاوخوا ۲۰۰ شرکتونه غیر فعاله دي، ۴۰۰ شرکتونه اوس هم په قانوني بڼه باندې واردات لري، غیر قانوني چې دي، هغه ډېری شرکتونه نه دي، ځکه چې نوم یې یو ځل شرکت شو، هغه بیا خپله ځان اصولو ته برابروي، هغه داسې خلک دي، چې یا عمده فروشان دي، یا هم نه عمده فروشي لري او نه هم شرکت لري، لاړ شي، یو دی  دی، یو یې صادر دی، که ګیر شو او که تیر شو، مال به یې تېر وي.»

عبدالباري عمر د دې مرکې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وایي، په تېر کال کې د درملو او خوړو ۸۰ سوداګرو هڅه کوله، چې  تاریخ تېره او کم کیفیته درمل وارد کړي، چې نیول شوي او ژمنه یې کړي، چې بیا تاریخ تېره خواړه او درمل نه واردوي.

نوموړی یادو سوداګرو ته خبرداری ورکوي قاچاقي لارو څخه د درملو له واردولو ډډه وکړي.

عبدالباري عمر وایي ، د خوړو او درملو معینیت په بېلابېلو برخو کې د متخصصینو له کمښت سره مخ دی او له هېواده وتلو متخصصینو غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د مالوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۷۵ سلنه کارېدونکي درمل، له هند، پاکستان، ایران، ترکمنستان، بنګله دېش او اروپایي هېوادونو افغانستان ته واردیږي او افغانستان د کورنیو تولیداتو کې ۲۵ سلنه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist