Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نورالدین عزیزي پر مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی ازبکستان ته تللی

د نورالدین عزیزي پر مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی ازبکستان ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/03

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پر مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی د افغاني تولیداتو په نندارتون کې د ګډوڼ په موخه  د سې شنبې پر ورځ د ( ۱۴۰۳ کال د چنګاښ پر ۱۲ مه) ازبکستان ته ولاړ.

عزیزي وايي، دې څلور ورځني نندارتون کې شاوخوا ۲۵۰ بېلابېلو دولتي او خصوصي شرکتونو ګډون کړی او په کې به د افغاني لاسي صنایعو په ګډون، غالۍ او کرنیز بېلابېل توکي نندارې ته کېښودل شي.

نوموړی زیاتوي له ازبکستاني لوري سره تر شپږ میاشتنیو خبرو اترو وروسته په دې هکله هوکړې ته رسېدلي، چې د ترسره کېدا اصلي موخه يې په بهر کې افغاني توکو ته بازار موندنه، د صادراتو د کچې لوړول او د سوداګریز بېلانس رامنځته کېدل دي.

عزیزي وايي: « موږ باور لرو،  له ازبکستان سره به چې کومې برنامې ولرو، ان شاءالله صادرات به مو پراخه شي او له معمول سره سم  موږ له دواړو هېوادونو واردات لرو، یعنې له ترکمنستانه یې هم لرو. موږ غواړو چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریز بېلانس ته ورسېږو. ان شاءالله.»

نورالدین عزیزي زیاتوي، د اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ غواړي له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو او مرکزي اسیا له هېوادونو سره دوه اړخیزې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

د دې ترڅنګ د خصوصي سکټور په استازیتوب د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند له هېواده بهر د ورته نندارتونونو جوړېدل افغاني توکو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او د دوو اړخیزو سوداګریزو اړیکو په وده کې مهم ګڼي.

مومند وايي: « یو له هغو حمایتونو دغه دی چې موږ وکولی شول په داخل د افغانستان کې لومړی د خپلو ګاونډيو جذب ولرو چې هغوی دلته نندارتون جوړ کړ او دا ځل موږ هلته خپل نندارتون پرانیزو چې خپل محصولات او تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې کړو او زه دا ډاډ درکوم چې دا به له تېر نندارتونه ډېر ښه نندارتون وي.»  

په دې نندارتون کې غرفه لرونکي، چې د چمتووالي لپاره وار له مخې تاشکند ته تللي، د نندارتون له جوړېدو خوښي ښيي او هیله لري، چې وکولی شي یاد نندارتون کې افغاني توکي په غوره بڼه نندارې ته وړاندې کړي.

غرفه لرونکی نظیراحمد نور وايي: « موږ ملګري هېواد ازبکستان ته راغلي یو او دلته به سبا یو لوی افغاني نندارتون پرانېستل شي. موږ د افغانستان له صنعت او سوداګرۍ وزارت او ازبکستان له مسوولینو خوښ یو چې کارونه یې په ډېر ښه ډول ترسره کړي او په تاشکند ښار کې یې یو ډېر مهم ستراتیژیک ځای د افغانستان نندارتون ته ځانګړی کړی.»       

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د ورته برنامو جوړېدل د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي چې په خبره یې کولی شي، په کور دننه د صنعتګرو او بزګرو د هڅونې لامل شي، چې دا کار کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « د سیمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډيو سره یوازې د ستراتیژیکو اقتصادي اړیکو په درلودو سره موږ کولی شو چې د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او پانګه والو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو او د صادراتو په پراختیا کې لا زیاتې هڅې ترسره کړو، ځکه هر کله چې زموږ صادرات پراخه شول نو کاري زمینې او فرصتونه زیاتېږي او د فقر او بې کارۍ ګراف به راټيټ شي.»

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، ازبکستان ته یې د سکرو ډبرو د صادراتو او بازار موندې لپاره له ازبک لوري سره غږېدلي او له ازبک لوري سره د یو میلیون ټنه سکرو ډبرو پر سر یې هم هوکړه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي په وینا په روسیه کې یې هم د ورته نندارتون د جوړېدلو په موخه د یاد هېواد له اړونده چارواکو سره خبرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist