Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/24

افغانستان تل د کورني توليد کموالي له امله پر وارداتو تکيه کړې او له همدې امله په سوېلي اسيا کې يو له مصرفي هېوادونو دی.

د ملګرو ملتونو تازه موندنې ښيي، چې د تېر پرتله په ۲۰۲۴ زېږديز کال کې افغانستان له زيات تجارتي کسر سره مخ دی.

د دغه سازمان سرمنشي انټونيو ګوتېريش له لوري چمتو شوی راپور ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې د ۲۰۲۴ کال تر همدې میاشتې پورې، د افغانستان واردات له ۴۲۶ میلیونه ډالرو ۶۸۲ میلیونه  ډالرو ته لوړ شوي چې ۳۷ سلنه زياتوالی په ګوته کوي او برعکس په همدې موده کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه بيا ۵ سلنه ښکته شوې.

د راپور یوه برخه: « تجارتي کسر د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه لوړ شوی. د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې له ۴۲۶ ميليونه ډالرو د تجارتي کسر اندازه د ۲۰۲۴ تر همدې مياشتې ۶۸۲ ميليونه ډالرو ته لوړه شوې. په داسې حال کې چې د تېر کال له جنورۍ راهيسې د صارداتو کچه ۵ سلنه ټيټه شوې ده او برعکس د وارداتو کچه ۳۷ سلنه لوړه شوې.»

د اقتصادی چارو شنونکی سید مسعود مسعود وايي: « تاسې باید واردات داسې تنظیم کړئ چې دا وردات تولیدي ماشین الات وي او دا برخه پیاوړې کړي. د دې ترڅنګ هغه صادراتي سکټور چې تاسې یې لرئ، مارکېټ لرئ یا خلک په بهر کې د لګښتونو عادت لري او هلته کولی شو د صادراتو د بانک د انکشاف او کرنې د بانک انکشاف له لارې دا برخه پیاوړې کړو. که تاسې بانکونه رامنځته نه کړئ او بانکونه حرکت ونه کړي نو تاسې نه شئ کولی کوم کار وکړئ.»

خو د سوداګرۍ او صنعت وزارت مسوولین وایي، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون یې له ټولو هېوادونو سره د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې سوداګري ۲میلیارده ۶۸۳ میلیونه ډالر وه، چې له ډلې يې د ۴۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د پاتې ۲میلیارد ۲۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت يې واردات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان سوداګري نږدې۲ میلیارده او ۶۸۳ میلیونه ډالره وه چې ۴۲۸ میلیونه ډالرصادرات او۲ میلیارده او ۲۵۵ میلیونه ډالر واردات دي چې زیاتره یې پاکستان، هند، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، عربي متحده امارت او نورو هېوادونو ته صادرات ترسره شوي دي.»

بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي،له تېرو۲۰ کالونو راهیسې هېواد ته د صادراتو پرتله د وارداتو کچه لوړه ده او تجارتي بېلانس د رامنځته کولو لپاره بایده دي چې په کور دننه د پانګه‌والو پر وړاندې پرتې اساسي ستونزې حل شي.

الکوزی زیاتوي: « واقعیت خبره دا ده چې تېر کال زموږ صادرات د نورو کلونو پرتله کم شو، یعنې موږ یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونو په ارزښت صادرات کړي دي او تر دې مخکې زموږ صادرات۲ میلیارده وو. ځېنې بنسټيزې ستونزې دي، که دا هوارې نه شي، زما په نظر موږ به خپلې موخې ته ژر ونه رسېږو، په دې کې یوه بنسټيزه ستونزه زموږ برېښنا ده، باید زموږ برېښنا ارزانه او د ګاونډيو په تناسب شي، په بشپړ ډول فابریکو ته ورسېږي. که د برېښنا ستونزه هواره کړو، د ځمکو ستونزه هواره کړو، پارکونه جوړ کړو او فابریکه لرونکو ته اړین شرایط برابر کړو؛ نو پوره باور لرم چې افغانستان به ډېر ژر پر ځان بسیا او په یوه صادراتي هېواد بدل شي.»

د افغانستان په مارکېټ کې چين لومړی، ايران دويم او پاکستان د درېيم هېواد په توګه مطرح دی، چې توکو يې د افغانستان د کورني مارکېټ زياته برخه انحصار کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist