Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: قطر د افغانستان له ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د اسهلاتو ناروغۍ پېښې زیاتې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/21

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.ایچ.او) راپور ورکړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د می میاشتې تر ۲۶مې نیټې په ۱۹ هېوادونو کې د کولرا ۴۶ زره ۳۶۴ پيښې ثبت شوي چې د احصایې له مخې ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د هغو هېوادونو نوملړ چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې لري، زامبیا، زیمبابوې، پاکستان او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت  دی.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د هغو هېوادونو سر کې دی چې هاد یا اسهالاتو ناروغۍ له ا مله په کې ۲۵ کسان مړه شوي.

د راپور یوه برخه:«  د۲۰۲۴ کال د مې تر۲۶ پورې ۴۶زره ۳۶۴ د کولرا ناروغۍ پېښې په ۱۹ هېوادونو او سیمو کې ثبت شوي دي ،چې له مخکېنۍ میاشتې ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي ، په ثبت شویو پېښو کې د افریقا په ۱۴ هېوادونو کې ۱۲زره ۵۰۴ ، افغانستان کې د هاد یا اسهالاتو ۱۳۴۵۱ او پاکستان کې هم څه باندې ۱۳ زره پېښې ثبت شوي دي »

راپور کې راغلي، چې دا ناروغي په افریقا، امریکا، سویل ختیځې آسیا او اروپا کې هم لیدل شوې ده خو د ختیځې مدیترانې سیمه د کولرا ترټولو زیاتې پیښې لري.

د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې ۱۶ هېوادونو د واکسینو ۹۲ میلیونه دوزه غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه برابره ده.

د راپور یوه برخه:« له یونېسف او نورو نړیوالو روغتیايي بنسټونه سره په ګډه کار کوو، تر څو ددې ناروغۍ د کچې راکمولو او مخنیوي لپاره په اغېزمن شویو هېوادونو کې د مرستو او واکسین دوزونه زیات کړي.»

بلخوا ډاګټران ددې ناروغۍ مخنیوي لپاره حفظ الصحه ، پاک خواړه او په کافي اندازه له مایعاتو ګټه اخیستل مهمه بولي.

دوی له نړیوالو روغتیايي بنسټونو غواړي چې افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي ، د دوی په خبره چې نړیوال مرستندویه سازمانونه دې  روغتیايي مرستې له سیاست سره  نه تړي.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د روغتیا سازمان راپور په تړاو وضاحت کې ویلي، چې افغانستان کې د کولرا کومه مثبته پيښه روغتیا وزارت سره نه ده ثبت شوې او روغتیا وزارت د ساري ناروغیو سره په ګډې مبارزې باور لري او هڅه کوي د روغتیا برخه کې د نړیوالو همکارانو سره پر ګډه د ساري ناروغیو په کنټرول کار وکړي چې دا برخه لا ډېر ګډ کار او مبارزې ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist