Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عثماني: د چرګانو غوښې توليد برخه کې پر ځان بساينې ته نږدې شوي یو

عثماني: د چرګانو غوښې توليد برخه کې پر ځان بساينې ته نږدې شوي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/14

په داسې حال کې، چې سرپرست حکومت د پاکستان په ګډون له بهره د چرګ غوښې پر واردولو بنديز لګولی، تازه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین صدراعظم عثماني منلې، چې افغانستان د چرګ غوښې د توليد په برخه کې پر ځان بساينې ته نږدې شوی.

د صدراعظم په خبره، دامهال په ټول هېواد کې د چرګانو توليد ۱۱زره فارمونه فعاليت کوي او د يادو فارمونو فعاليت په پایله کې له بهره د چرګ غوښې واردولو ته اړتيا کمه شوې.

هغه وايي:« د چرګانو خبره وشوه، کله چې فتوحات راغلل، په ټول افغانستان کې د چرګانو ۲۵۰۰ فارمونه موجود ول، خو الحمد الله په دې سکټور باندې کوشش وشو، له دې سکټور ملاتړ وشو، نن موږ له ۱۱ زرو زیات فارمونه لرو. »

خو ځيني نور چارواکي د افغانستان صنعتي کېدو لپاره د کرنې سکټور پياوړتيا حياتي بولي او زياتوي، چې د ياد سکټور د پياوړتيا په صورت کې د صنعت ودې زمينه برابرېدای شي.

د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري وايي:« موږ یوه سروې کړې چې زموږ او تاسو په هېواد کې په ۱۰۰ کې ۷۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ اخته دي. کرنې او مالدارۍ ته موږ باید وده ورکړو. پاتې ۳۰ سلنه کسان، هغه پر تجارت او صنعت باندې اخته دي.»  

له دې سره پانګه‌وال ډاډ ورکوي، چې د افغانستان صنعتي محصولات د سټنډرډ له مخې له لوړ کيفيت برخمن دي او په همدې اساس بهر ته د تېر پرتله د افغاني محصولاتو د صادراتو ګراف لوړ شوی دی.

دوی له سرپرست حکومته غواړي، چې په کور دننه او بهر دې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې لپاره  جدي او زياتې هڅې وکړي.

چارواکي وايي، ورځ تر بلې د هېواد زراعتي او صنعتي برخې د پیاوړتيا په حال  کې دي، چي په دې وروستیو کې له هېواده بهر افغان سوداګر هم لېوال شوې، چې هېواد ته راستانه شي او په کوردننه پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist