Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست ولایت کې ۸ چکډیمونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شول

خوست ولایت کې ۸ چکډیمونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/12

د خوست ولایت مرکز په ګډون په نادرشاه کوټ، صبريو، ځاځي میدان، تڼيو، موسی خېلو، دوه منده او باک ولسوالیو کې د ۱۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۸ چکډیمونو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي،  اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره له شته امکاناتو په استفادې د وړو چکډيمونو سربېره د لويو بندونو د جوړېدو پلان هم لري.

منصور وايي:« په ټوله کې موږ متحد یو، هغه اوبه چې زموږ بهېږي، هغه مدیریت کړو او د خپلې کرنې پر ګټه یې راوګرځوو. د دې لپاره موږ چې څومره هم، امیرالمومنین، ریاست الوزرا او اقتصادي کمېسیون ته چې کومه پروژه ورته وړاندې کړې، هغوی له موږ سره منلې ده. په دې اړه اسلامي امارت واضح پالیسي لري. »

ولایتي مسوولین وايي، د دغو جوړو شویو چیکډیمونو سربېره په دغه ولایت کې د ۹ نورو ورته چکډیمونو چارې هم روانې دي چې ژر به پای ته ورسېږي.

دوی همدا راز  وايي، په خوست کې یې د ځېنو نورو مهمو او لویو بندونو سروې او پلان په تړاو هم ګامونه اخېستي دي.

د خوست والي مرستیال محبوب شاه قانت وايي:« انشاء الله په راتلونکې کې ۹ چکډیمونه چې هغه تر اوسه پورې تر کار لاندې دي، موږ او تاسې به یې شاهدان یو، چې هغه به هم په لنډ وخت کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.»

دغه چکډيمونه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت داسې مهال ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي، چې په خوست ولایت کې د مزغورې، د تڼيو نریزي ، ترکاڼې او ځېنو نورو لویو بندونو جوړېدونه د ياد ولايت د اوسېدونکو له اوږد مهاله غوښتنو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist