Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل ؛ نږدې ۱۱ میلیونه ماشومان به واکسین شي

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل ؛ نږدې ۱۱ میلیونه ماشومان به واکسین شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/30

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو ادارو په همغږۍ د دوشنې په ورځ  د پولیو ضد واکسین لومړی ملي کمپاین پيل کړ.

دغه وزارت وايي، د یاد ملي کمپاین په لړ کې به شاوخوا ۱۰.۷۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي او د تېرو څو ورځو سختو ورښتونو او سړې هوا له امله له غور، داکنډي او بامیان پرته به دغه کمپاين په ټولو ولایتونو کې پلی شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ګوزڼ ضد ياد کمپاین له پیلېدو سره له خلکو غوښتي، چې د ماشومانو دايمي روغتيا لپاره د دغه کمپاين له تطبيق سره همکاري وکړي.

عباد زیاته کړې:« موږ له نړیوالو ادارو سره په ګډه ژمن یوو، چې ټول هېواد کې د پولیو ناروغي له منځه یوسو. د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د والدينو، دیني عالمانو او قومي مخورو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ اړین دی. موږ له ټولو غوښتنه کوو، چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت داسې مهال دغه کمپاین پیل کړی، چې هم‌مهاله له پولیو د پاک افغانستان بنسټ هم د پولیو پر واندې پر ګدې همکارۍ ټینګار کړی.

دغه بنسټ زیاته کړې:« په افغانستان او پاکستان کې هغه عوامل، چې د پولیو په خپرېدو کې اغېزه لري؛ عبارت له ضعیف روغتیایي خدمتونو، د عامه پوهاوي نشتوالی، د سواد کچې ټیټوالی، د نفوس زیاتوالی، د نس ناستې ناروغۍ زياتې پېښې او د ګوزڼ ضد واکسین کم پوښښ دی.»

دغه بنسټ همدار راز ویلي، د ګوزڼ پر ضد تازه پیل شوي کمپاین کې به د واکسین ترڅنګ ماشومانو ته د دوی د بدن مقاومت زياتوالي په موخه ويټامین (اې) هم ورکړل شي.

اخوا د پولیو لمنځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول ډاکټر عبدالقدوس بریالی وايي د سږ پسرلی پولیو ضد کمپاین د شاوخوا ۳۵زره ۳۵۵ کاري ټیمونو او ۸۵ زره ۶۲۱ رضاکارانه پرسونل په شتون په بریالیتوب سره پیل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د پولیو ناروغي مهار شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالوتو له مخې، ، تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او سږ کال هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist