Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: روان کال به هېواد کې سترې اقتصادي پروژې پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/13

د قوش تېپې کانال او د اوبو  او برېښنا ځېنو سترو بندونو د چارو له پیل وروسته تازه اسلامي امارت په هېواد کې له سیمې هېوادونو سره د مشترکو سترو اقتصادي پروژو له پیل خبر ورکوي.

اسلامي امارت وايي، په روان کال کې به د ټاپي ، کاسا زر او ګڼ شمیر نورې سترې اقتصادي پروژې پیل شي چې ورسره به په افغانستان ستر مثبت اقتصادي تحول رامنځ ته  او خلکو ته به د کار زمینه برابرشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« انشاء الله سترې پروژې په لاره دي، امید شته، چې لومړی سږکال د ټاپي پروژه پیل شي، همداراز د کاسا زر پروژه ډېره مهمه ده، دا به پیل شي، ورسره افغان- ټرانس مهمه پروژه ده، دا به شروع کېږي، ځېنې نورې پروژې هم لرو، چې دا به د افغانستان لپاره یو تحول هم منځته راوړي، د کار ظرفیت به لوړوي، خلکو ته به ډېر کار پيدا کېږي،  اوږدمهاله کې به د افغانستان لپاره اقتصادي منابعو په احیا کې مفید وي.»

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست هم په هېواد کې د برېښنا، اوسپنې پټلۍ او دې ورته د نورو سترو اقتصادي پروژې د پیلېدو له پلان خبر ورکوي او زیاتوي چې دا هرڅه یې د بهرني اقتصادي محوره سیاسي پایله ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرت مولوي امیر خان متقي ايي:« په راروانو شپږو میاشتو کې به موږ او تاسې ډېر ښه ښه زیري واورو، ډېر ښه پرمختګونه به وګورو، ډېرې لویې پروژې به پرانېستل شي او شروع به شي. په دې برخه کې به تاسې اورېدلي وي، چې د کاسا زر پروژې قراردادونه یې لاسلیک شول او انشاء الله عملا به شروع کېږي. همداسې هیله لرو، چې د ټاپي پروژه هم شروع شي. همداشان د برېښنا زیاتووالي لویې پروژې تر کار لاندې دي، د ریل پر پټلۍ باندې به کار تېز شي.»

 په ورته وخت کې اقتصاد وزارت وايي، هغه پروژې ورته لومړيتوب لري چې د خلکو ژوند ښه کوي او اقتصادي پرمختګونه رامنځ ته کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، موخه یې د فقر له منځه وړل،  اقتصادي وده او پرځان بسیاینه ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د اقتصادي بنسټونو رغول د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري اود دغه ډول پروژو په پلې کېدو سره د خلکو ژوند ښه کیږي .

دوی وايي، په افغانستان کې چې کومې اقتصادي پروژې روانې  دي د افغانانو د اقتصاد لوړوالي  لپاره زیاتې مهمې دي او سرپرست حکومت باید د دغو پروژو د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ترڅنګ نړیوال سوداګر هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

 د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د یوه هېواد لپاره لویې بنسټیزې پروژې د اقتصادي وضعیت بدلون لپاره ډېرې اړینې دي، په اوسنیو شرایطو کې ځینې پروژې په افغانستان کې د پلې کېدو په حال کې دي چې دا د افغانستان راتلوونکي اقتصادي وضعیت او پرمختګ لپاره ډېرې اړینې بلل کېږي. د دغو پروژو د دوام او پراختیا لپاره حاکم ظام باید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، خصوصي سکټور او نړیوال پانګه وال په دغه برخه کې د پانګونې لپاره وهڅول شي.»

د کارپوهان په باور، د اوبو کانالونه ، د برېښنا بندونه، په قانوني توګه د کانونو استخراج ، د حلقوي سړکونو جوړښت او له نړۍ او ګاونډیو سره اقتصادي راکړه ورکړه د یوه هېواد هغه مهم اقتصادي فکتورنه دي چي کولی د خلکو اقتصاد ته مثبت بدلون ورکړي او د نړۍ پر اقتصادي تحول یې ورکډ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist