Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباري‌عمر: هېواد ته د بې کیفیته درملو واردولو ۸۰ سلنه مخه نیول شوې

عبدالباري‌عمر: هېواد ته د بې کیفیته درملو واردولو ۸۰ سلنه مخه نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/07

د خوړو او درملو ملي ادارې چارواکو  په یوه خبري کنفرانس کې د تېر یوه کال کړنې او د راتلونکې پنځه کلونو ستراتیژیک پلان د رسنيو له لارې له خلکو سره شريک کړ.

چارواکي وايي، لا هم ځينې کسان هڅه کوي چي هېواد ته بې کیفیته درمل وارد کړي خو په خبره يې د خوړو او درملي ملي اداره توانېدلې، چې د یادو بي کیفیته درملو د واردولو ۸۰ سلنه مخه ونیسي.

دوی زياتوي، لا هم ۲۰ سلنه بې کیفیته درمل هېواد ته واردېږي او د نوي جوړ شوي ستراتيژيک پلان له مخې په ګمرکونو کې د معياري لابراتوارونو له فعالېدو سره سم به یې بشپړه مخنيوی وکړي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر وايي: « موږ الحمدالله په دې برخه کې ډېر کار کړی دی، ۸۰ سلنه دا برخه کنټرول ده او ۲۰ سلنه اوس هم منو چې په بېلا بېلو لارو به کم کیفیته درمل راواردېږي.»

عبدالباري وايي، په ګمرکونو کي د لابراتوارونو فعالولو لړۍ یي په چټکۍ روانه کړې، چي په ترڅ کې یې په کندهار کې د درملو د کنټرول لپاره لابراتوار فعال کړی دی.

د عمر په خبره؛ په تېر یوه کال کې په هېواد کې دننه ۱۳ د درملو توليد کارخونو فعالیت پيل کړی چي درمل یې په بشپړ ډول د ښه کیفیت درلودونکي دي.

د خوړو او درملو ملې ادارې پرسرست په یو شمیر ډاکټرانو نیوکه وکړه؛ چې د خپلي فیصدۍ د تر لاسه کولو په خاطر له بهرنیو کمپنیو څخه بي کیفیته درمل پیري او پر ناروغانو يې پلوري.

هغه زیاتوي: « زموږ ملامتي بیا دا ده چې زما او ستا ډاکټران لاړ شي او له یوې لوکل کمپنۍ سره قرارداد وکړي، هغه ورته ۴۰ یا ۵۰ سلنه ومني او ډاکټر هم ورته بس همدا درمل لیکي که ښه وي او که خراب؛ بس خلکو ته پنډې وربار کړي، ځکه چې ډاکټر ته یې فیصدي راروانه ده. نن که د افغانستان په بازارونو کې کومې ستونزې د درملو د کیفیت په تړاو لیدل کېږي؛ نو ۷۰ سلنه مجرم په کې خپله ډاکټر دی.»

نوموړی وایي، د تېرې جګړې پرمهال د بهرنیو ځواکونو له لوري په بېلابېلو بهانو په یو شمېر ولایتونو کی کیمیاوي وسلې کارول شوي، چي د انسانانو ترڅنګ یې د حیواناتو او نباتاتو پر روغتیایې وضیعت هم بدې اغېزې کړي.

 د عبدالباري عمر په خبره، داسې اسناد لري چې له مخې یې په ځینو ناروغانو کې د یادو وسلو د استعمال اغېزو نښي نښانې ثبت شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist