Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عباد: کونړ کې د کوزڼ نوې مثبتې پېښې ثبت په اړه ادعا بې اساسه ده

عباد: کونړ کې د کوزڼ نوې مثبتې پېښې ثبت په اړه ادعا بې اساسه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/29

په پاکستان کې یوې ادارې ادعا کړې، چې د افغانستان په کونړ ولایت کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شوې ده.

خو دعامي روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل،  د اسلام اباد د (اېن.آی.اېچ) ادارې دغه ادعا رد کړه او د دې ادارې ارزونې يې له حقیقت لرې وبللې.

عباد وايي، د عامي روغتیا وزارت صحې ټیمونه سیمې ته تللي او یاده پېښه یې څېړلې او په خبره یې د څېړنو پايلو ښودلې چې دا پېښه له ګوزڼ سره هېڅ تړاو نه لري.

عباد زیاتوي: « د دې ادارې په اړه به په څرګندو ټکو ووایم چې اسلام اباد کې د (اېن.آی.ایچ) په نوم ادارې د ادعا په اړه پرون ما پخپله د پاکستان عامې روغتیا له وزیر سره ټیلیفوني اړیکه ونیوله، موضوع مې ورسره شریکه کړه او په کلکو ټکو مې ورته وویل، چې (اېن.آی.اېچ) اداره د کومو اصولو له مخې داسې غېر مسوولانه کارونه کوي؛ خو هغوی خپله هم نیوکه وکړه یعنې پاکستان د عامې ورغتیا وزیر خپله وویل چې د (اېن.آی.اېچ) اداره هېڅ دا مسوولیت نه لري چې له رسنیو یا خلکو سره په خپل سر داسې موضوعات شریک کړي؛ بلکې د دوی مسوولیت دا دی چې پاکستان کې (اېن.او.سي) ده او که د عامې ورغتیا وزارت د پولیو لمنځه وړلو لپاره باید کار وکړي، ځکه دا ناروغي اوس یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده.»

عباد د پولیو په برخه کې له ټولو نړيوالو مسوولو ادارو غواړي، چې د عامي روغتیا له وزارت سره دې پر ګډه د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري زیاته کړي.

دغه راز عباد وايي، په تېر ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې او په خبره يې د ګوزڼ پر وړاندې د عامې روغتيا وزارت جدي مبارزه دوام لري.

هغه زیاته کړې: « د راروانې فبرورۍ میاشت تر ۵ یا ۶مې نېټې پورې به موږ د یوه لابراتوار پرانېستنه هم وکړو چې له مخې به یې ټول معاینات په هېواد کې دننه ترسره کوو او نوره نړۍ او هلته مېشت کسان به نور په دې برخه کې کوم رول نه لري. دا لابراتوار به د پولیو په له منځه وړلو کې له موږ سره لویه همکاري وکړي.»

عباد دغه راز د یونېسف هغه ادعاوې هم بې بنسټه وبللې، چې ګواکې په هېواد کې دمګړۍ ۹.۵ میلیونه وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د عباد په خبره، عامي روغتیا وزارت د هېواد ټولو وګړو ته صحې خدمات رسولي او له اړوندو ادارو غواړي چې  د ارقامو خپرولو کې له دقت کار واخلي.

هغه زیاتوي: « له یونېسفه تاسې دا پوښتنه وکړئ او په دې تړاو مرکه ورسره وکړئ چې وروره تاسې دا خبره خپره کړې، له تاسې سره کومه ځانګړې ډیټا موجوده ده؟ په دې اړه مو کومه څېړنه یا مطالعه کړې ده؟ د افغانستان په کومو سیمو کې تاسې ګرځېدلي یاست؟ چې ارقام راټولوئ او بیا یې خپروئ؛ نو زما په نظر دا هم یو غېر مسوولانه له حقایقو لرې راپور دی او  موږ یې ردوو.»

قلندرعباد زیاته وايي، په هېواد کې یې تراوسه پورې ټولو ولایتونو ته خدمات پر وخت رسولي دي او په دې برخه کې لا هڅې ګړندۍ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist