Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاکړ: ټي.ټي.پي افغانستان کې مرکزونه لري

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر له افغانستان سره د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/03

د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ پر پیاوړتيا ټينګار کړی دی.

کاکړ د خپلې کابینې په وروستۍ غونډه کې چارواکو ته د افغان ټرانزېټ هوکړې په چوکاټ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پیاوړي کولو سپارښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې په تورخم، چمن، غلام خان او له افغانستان سره په نورو لارو کې باید د بار وړونکو موټرونو د څار سیستم غښتلی شي، څو په دې توګه د قاچاق مخنیوی وشي.

کاککړ دې هدف ته د رسېدو لپاره سپارښتنه کړې چې د افغان ټرانزېټ هوکړې په چوکاټ کې د صادراتو او وارداتو د څارلو لپاره بايد ګټور ګامونه واخېستل شي.

کاکړ زیاته کړې:« باید ووایم چې د غیر قانوني توکو واردېدو او قاچاق زياتوالی د دې لامل شوی، چې د هېواد اقتصاد ته لوی زیان واوړي. د سوداګریزو توکو د کنټرولولو او ارزولو سیسټم د لا ښه والي لپاره او په چمن کې په ګمرک کې د نویو کارکوونکو د ځای پر ځای کولو سپارښتنه کوم.»

خو د سرپرست حکومت چارواکي د کاکړ تازه څرګندو نو په غبرګون کې وایي، حکومت د ټرانزیټي او نورو توکو په شمول د قاچاق مخنیوي کې جدي دی او د کوم هېواد د نوم له اخېستلو پرته زياتوي، چې ځيني هېوادونه لاهم افغانستان ته د خپلو توکو د قاچاق کولو هڅه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د افغانستان له خوا د قاچاق مخنیوي لپاره موږ خپله هم ډېر متوجې یو چې هېڅ هېواد ته زموږ له خوا قاچاق ولاړ نه شي او نورو هېوادونو هم باید افغانستان ته قاچاق رانه شي. له بده مرغه په ځېنو برخو کې قاچاقي مواد افغانستان ته اوس هم راروان وي او زموږ امنیتي او پوله ساتي ځواکونه ورته متوجې وي. نو دا ستونزه شته خو د حل لپاره یې موږ ګامونه اخلو. له افغانستانه هم چې څه شی قاچاق کېږي موږ یې مخنیوی کوو. هېله کوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت او د تجارانو مالونه او په ځانګړي دول ترانزېټي مالونه افغانستان ته راځي او پاکستان کې نه ښکته کېږي هغوی ته ستونزې جوړې نه شي او زموږ تجاران له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.»  

په دې وروستیو کې د اسلام‌اباد او کابل اړیکې ترینګلي شوي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې د سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان پر سر د ترینګلو اړیکو ښه کېدو لپاره د کندهار والي ملا شیرین پر مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې له شواهدو پرته اسلام‌اباد ولې پر کابل په پاکستان کې د کډوډۍ تور پورې کوي؟

د سیاسي چارو کارپوه سمیر انګار وايي:« لکه څنګه چې موږ ګورو، د پاکستان دولت هر وخت د افغانستان په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« یو شمېر کسان یا مافیايي کړۍ دي چې قاچاق د هغوی کاروبار دی. نو په دغه پوله که هرڅومره څارنه او کنټرول زیاتېږي دا د دواړو هېوادونو پر ګټه ده. دلته به د تروریستي ډلو تګ راتګ تر کنټرول لاندې نېول کېږي.»  

واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې پاکستان پرته له دې چې له فغان کډوالو او سوداګرو سره خپل ناسم چلن ته متوجې شي پر افغانستان تور پورې کوي، چې ګواکې د پاکستان له مخالفو عناصرو سره همکار دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist