Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت : هېواد کې  ۱۲ زره کسان پر اېډز ناروغۍ اخته دي

عامې روغتیا وزارت : هېواد کې  ۱۲ زره کسان پر اېډز ناروغۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/04

عامې روغتیا وزارت د اېډز (اېچ.آی.وي) نړیواله ورځ له دې ناروغۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې ونمانځله.

د ياد وزارت مسوولین وايي، افغانستان کې دا مهال ۱۲ زره کسان پر اېډز ناروغۍ اخته دي، چې څه باندې زرو کسانو ته يې د درمنلې اسانتیاوې برابرې شوي او پاتې نور ترې لاهم بې برخې دي.

د مسوولینو په خبره، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اېډز ناروغي په کې خورا کمه خپره شوې او که د وقايې برخه يې لا غښتلې شي، کچه به يې نور هم راټيټه شي.

د عامې روغتیا د بهرنیو اړیکو مسوول محمد داود منصوري زیاتوي: « د روغتیا نړیوال سازمان او د اېډز سازمان د شمېرو له مخې، له ۱۹۸۱ کال را پدېخوا چې دا ناروغي پېژندل شوې په نړۍ کې د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۷۹ میلیونه کسان په یادې ناروغۍ اخته شوي، چې  له دې جملې ۳۹ میلیونه له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او نږدې ۴۰ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

  د اېډز ناروغۍ د ملي پروګرام امر شریف احمد شریف وايي: « موږ اوس مهال، لکه څنګه چې تاسې د وزیر په وینا کې واورېدل، له ۱۲ زرو پېښو څخه ۳۴۹۲ پېښې تر اوسه ثبت کړي دي. دا ۱۲ زره پېښې نړیوال اټکل دی او د نړیوال سازمان له خوا موږ ته تخمین شوې دي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اېډز ناروغي په هغو هېوادونو کې زیاته خپریږي چې په کې د نشه يي توکو استعمال زیات وي، اقتصادي حالت یې خراب او خلک یې له بې وزلۍ کړېږي.

دوی په دې برخه کې ترسره شوي وروستي اقدمات د دې لامل ګڼي، چې له کبله یې افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې کموالی راغلی.

د اېشډز ناروغۍ ملي پروګرام امر شریف احمد شریف وايي : « د ملګرو ملتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې له همکارانو او ورسره ملي او نورو همکارو موسسو څخه مو غوښتنه دا ده، چې له موږ سره همکاري وکړي ترڅو دا پرګرام د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته ورسوو.»

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معين محمد اسحاق صاحبزاده وايي: « موږ له دوی غواړو چې د روغتیا په برخه کې دې افغان ملت ته اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کړي، ترڅو د افغانانو ستونزې په بنسټيزه توګه هوارې شي او راتلونکې کې له کړاوونو او دربدرۍ څخه خلاص شي.»

ملګري ملتونه وايي، پلان کې لري چې په افغانستان کې له ۲۰۲۴ کال تر ۲۰۲۶ کال پورې له دې ناروغۍ سره ګړندۍ مبارزه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist