Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې پانګوال د ګمرکي ستونزو حل غوښتنه کوي

بلخ کې پانګوال د ګمرکي ستونزو حل غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/23

د وارداتو او صادراتو برخه کې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه د بلخ گمرک چارواکو او سوداګرو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

ناسته کې سوداګرو د توکو لېږد رالېږد په برخه کې د يو لړ ستونزو له پيدا کېدو شکايت وکړ او له چارواکو يې د حل غوښتنه وکړه.

سوداګر وايي، د یوه خصوصي بنسټ له لوري د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د دوی یو موټر توکي په ۱۵ زره افغانۍ دواپاشي کېږي چې دا اندازه پیسې خورا ډېرې دي.

یوتن پانګوال احمدشاه وايي: « له یوه واګونه څخه درې موټره بارېږي، دا سوداګرو ته هم جنجال دی او ګمرګ ته هم جنجال دی. دا اوس په حیرتان باندې کار کم دی، واګونونه کم را روان دي سل یا اتیا واګونونه راځي، که د وخت په تېرېدو سره واګونونه زیات شي نو دا به نور جنجالونه هم جوړ کړي.»

یو بل پانګوال حاجي قلندر رحیمي وایي: « دوی دواپاشي په جبري ډول ترسره کوي، زموږ هېله دا ده هغه هېوادونه چې دواپاشۍ ته اړتیا نه لري، غوښتنه یې نه کوي نو باید هغه مالونه چې دې هېوادونو ته صادرېږي دواپاشي نه شي او هغه هېوادونه چې وايي توکي دواپاشۍ ته راولېږئ؛ نو خپله سوداګر ځي غوښتنلیک ورکوي او اړ دي چې دواپاشي وکړي.»

پانګوال ذبیح الله وايي: « د دواپاشۍ موضوع په ډېری ولایتونو کې نشته او دا د اسلامي امارت مشرتابه په امر له منځه تللې، اوس مهال د حیرتان په ګمرک کې دا شته او له یوه موټره نږدې ۱۶ زره افغانۍ اخلي.»

په همدې حال د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین ټینګار کوي، چي سوداګرو لپاره دې په ګمرکونو سهولتونه زيات شي، څو په خبره يې بهر میشتې پانګه وال افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي:« باید اسانتیاوې زیاتې شي چې سوداګر وهڅول شي او لا زیاته هڅه وکړي چې د هېواد مېوې او تولیدي توکي صادر کړي، لکه مخکې مو چې د وارداتو په کچه صادرات هم درلودل.»

ورته مهال د بلخ حیرتان گمرک مسوولین وایي، تر زیات بریده یې د سوداګرو ستونزې هوارې کړي او په دې هڅه کې دي چې د دوی لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د بلخ حیرتان گمرک مشر محمد عبدالله بلال وايي: « د دوی ستونزې مو واورېدې او هڅه کوو چې ستونزې یې هوارې کړو او له عمومي ریاست سره به یې هم شریکې کړو، نورو وزارتونو څخه د دوی شکایتونه هم زموږ مسوولیت دی او ان شاءالله ټولې ستونزې به یې حل کوو. اسلامي امارت هڅه کوي چې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او حل یې کړي.»

د مالوماتو له مخې، د تېرو ۹ میاشتو په موده کې حیرتان گمرک له لارې د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په اندازه صادرات شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist