Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: ایران غواړي افغانستان کې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېزي

الکوزی: د تورخم لارې تړل کېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته نږدې ۴۰ ميليونه ډالره زيان اوښتی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/27

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، له کله چې د پاکستان له لوري د تورخم لاره تړل شوې، له امله يې  د دواړو لوریو سوداګرو ته نږدې ۴۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

الکوزی وايي، وروسته له هغې چې پاکستان د تورخم لار بنده او دغه راز يې افغان سوداګرو ته نوي شرایط وضعه کړل، ورسره له یاد هېواد سره کلنۍ سوداګري له دوه میلیارده ډالرو څخه يو میلیارد ډالرو ته راښکته شوې.

الکوزی زیاتوي: « نه یوازې په تورخم بلکې په کراچۍ کې هم ډېرې جدي ستونزې دي، د ټرانزیت لپاره پاکستان نوي شرایط وړاندې کړي او دغه شراط افغانان پوره کولی نه شي، مالونه یې ولاړ دي… په دغه ۱۵ یا ۲۰ ورځو کې چې لږ تر لږه وي نږدې ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت افغانانو او پاکستانیانو ته په ګډه تاوان رسېدلی دی. یوازې موږ ته نه دوی ته هم رسېدلی. اوس هم لاره نورماله نه ده ډېرې خالي کانټینرې تورخم کې ولاړې دي، پرون هم زموږ د سوداګرۍ خونې مشرتابه له والي سره وکتل.»

خان جان الکوزی وایي، د ترانزیټي اموالو د لېږد کچه هم له ۸۰زرو کانټینرو څخه ۱۷ زرو کانټینرو ته راښکته شوې او په خبره یې سرپرست حکومت باید د دې ستونزې د دایمي حل لپاره لارې چارې ولټوي.

الکوزی زیاتوي: « دا ښه عمل نه دی، دوی ته هم زیان رسېږي او موږ ته هم.  د دوی تجارت هم خرابېږي او زموږ هم.  موږ یو وخت له پاکستانه سره د دوه میلیارد په ارزښت راکړه ورکړه درلوده، د کال ۷۰ یا ۸۰ زره کانټینرې ټرانزیت مو راوړه، دوی ته مو خدمات ورکول؛ خو دا ۱۵ یا ۱۶ زره کانټینرو ته را ټيټ شوې دی، همدارنګه له دوی سره مو تجارت له یو میلیارده هم کم شو؛ دا دوی ته هم تاوان دی او موږ ته تر ټولو نږدې لاره ده. زموږ پر بازار مثبتې اغېزې کوي نو موږ ته یې هم زیان رسولی دی؛ خو اساسي هدف دا دی چې هر وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ستونزه پيدا شي دوی زور له سوداګره باسي. دوی زور له سیمې باسي یوازینۍ وسیله یا ټرانزیت دی او یا د لارې بندول دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان ډېر وخت افغان سوداګر د سیاسي مسايلو ښکار کړي او تل یې افغان سوداګرو ته پر لوړه پيمانه زیانونه اړولي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايی: « دا نه د پاکستان لومړی ځل دی او نه به هم وروستی ځل وي، دوی هڅه کړې ده چې په ټوله کې افغانان او په ځانګړې توګه سوداګر په بېلا بېلو لارو متاثره کړي او د دې کړنو په لړۍ کې یې له بېلا بېلو وسیلو کار اخېستې دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد شاکر يعقوبي وايي: « له بده مرغه پاکستان د اقتصادي او سوداګریزو ژمنو خلاف له افغانستان سره د پاکستان له سوداګریزو اړیکو ابرازي ګټه اخېستې او د عادي سیاسي اختلافونو د رامنځته کېدو په صورت کې اقتصادي اړیکې هم په هېواد کې تتې شوې. د پاکستان له عقدې او کینې ډک چلن د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بشپړې منفي اغېزې کوي.»

د يادې موضوع په تړاو مو هڅه وکړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر واخلو، خو خپل نظر يې شریک نه کړ.

د خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حکومت د دې ستونزې حل په لټه کې دی او په خبره يې د افغانستان لپاره یې د پاکستان له ځانګړي استازي سره په ځلونو دغه ستونزه شریکه کړې.

مجاهد زیاتوي: « د اسلامي امارت بېلا بېلو مشرانو د دراني پر مشرۍ افغانستان ته راغلي پلاوي سره خبرې کړي دي او دوی به حل لارې ولټوي، هم به خپلې پياوړتیا ته متوجې شي، که داسې یوه مناسبه حل لاره را پیدا کړي. پاکستان بیا بیا ستونزې را پيدا کړي او د حل لپاره یې اسلامي امارت غوښتنه کړې ده. اوس هم غواړي چې نه کډوال وځورول شي او نه مو د سوداګرو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، دا د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده او ښه دا ده چې په دې له سره غورشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د ننګرهار سوداګرو د ۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه د زیان ور اوښتو ادعا کړې.

دوی ويلي،  پخوا په دغه لاره شاوخوا ۳۰۰ بار وړونکو موټرو تګ راتګ کاوه او اوس یې شمېر ۳۰ موټرو ته را ښکته شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist