Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د نږدې۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د اوبو کانال جوړېږي

کونړ کې د نږدې۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د اوبو کانال جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/29

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د جاپان  نړيوالې همکارۍ ادارې ترمنځ د ۹.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې هوکړه لاسلیک شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان استازی ریچارډ ترینچارډ  وايي، دغه پروژه د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې پلي کېږي او له دوه زره هکټاره کرنیزې ځمکې سربېره د ۷۰ هکټاره اضافي ځمکې د خړوبولو توان لري، چې په عملي کېدو سره به د اوبو د مدیریت ترڅنګ د شاوخوا سیمو په زرغونوالي او د کرنيزو محصولاتو د کچې په لوړوالي کې مرسته وکړي.

دغه راز ترینچارډ وايي، دغه پروژه چې د سروې کارونه یې په راتلونکو څو میاشتو کې پیل کیږي، عملي چارې به یې په راتلونکې ۲۰۲۴ کال کې پیل او په ۲۰۲۷ کال کې به د ټولو رغنیزو چارو تر بشپړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وړاندې شي.

هغه زیاتوي:« د اوبو لګولو د دې پروژې سروې او ډیزاین چارې به په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي. د جوړولوعملي چارې به یې په راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې پيل شي، چې وروسته له درې کلونو به په ۲۰۲۷ کال کې ګټې اخېستنې ته چمتو وي. د دې پروژې د عملي کېدو په چارو کې د جاپان حکومت له ۹.۵ میلیون ډالرو مرستې مننه کوو.»

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دغه پروژه د شنې سیمې پروژې هغه برخه بولي، چې تیتسو ناکامورا يې په ۲۰۰۳ کال کې د پلي کولو هوډ درلود.

اوکادا وايي، د دې پروژې له پلي کېدو سره به په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۲زره کسان د يادې پروژې له ګټو برخمن شي.

هغه زیاتوي:« د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په همکارۍ سره به نږدې ۱۲ زره کسان د دې پروژې له ګټو برخمن شي، چې ورسره به د ژوند په ښه کېدا، د اوبو د مدیریت او د دوامداره کرنې د پراختیا په برخو کې به د سیمې له خلکو سره مرسته وکړي.»

د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو له دوام خبر ورکوي.

اوکادا زیاتوي:« جاپان له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي هغه افغانان چې له پراخو ننګونو سره مخ دي. موږ له افغانانو سره د دوی د ژوند په ښه کېدو او په خپلو پښو د درېدلو په برخو کې مرستو ته دوام ورکوو.»

د اوبو د مدیریت د برخې کارپوهان هم په افغانستان د ورته اوبیزو پروژو د پلي کېدل د افغانستان کرنې، د اوبو مدیریت او کرنیزو حاصلاتو کچې په لوړېدو کې اغیزناک بولي او له نړیوالو مرستندویه ټولنو او هېوادونو د ورته پروژو د ډېرېدو غوښتنه کوي.

دغه پروژه د جاپان د خاصو روغتیایي خدمتونو میتود یا پي.اېم.اس له مخې عملي کیږي، چې د اوبو د مدیریت او مهار په برخه کې ساده، خو خورا عملي میتود ګڼل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist