Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: روان کال به ۱۷.۶ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

د روغتیا نړیوال سازمان د بودیجې کمښت له امله خپلې مرستې کموي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/23

د روغتيا نړیوال سازمان له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روغتونونو په شمول له ۵۲۰ روغتيايي مرکزونو سره خپلې مرستې محدودوي.

راپور کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت له امله ځینې روغتيايي مرکزونه ښايي کمه او يا هېڅ د روغتيا نړيوال سازمان مرسته ترلاسه نه کړي.

دغه راز په راپور کې اوس وخت کې افغانستان له دوامداره بشري کړکیچ سره مخ بلل شوی او خبرداری یې ورکړی، چې د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو خپریدا به هم ډېره شي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان اوس مهال له اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی. میلیونونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د تېرو دوه کلونو پرتله د بې ‌وزلو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. موږ روان کال ۱۲۵میلیون ډالرو بسپنې ته اړتیا لرو، خو د بودیجې کمښت له امله اړ یو چې د روغتونونو په ګډون ۵۲۰ روغتیايي مرکزونه کم او یا هېڅ زموږ ملاتړ ترلاسه نه کړي.»

 د روغتیا نړېوال سازمان د مالوماتو له مخې، د دوی کارکوونکو په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې اته میلیونو افغانانو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي دي.

 د راپور یوه برخهه:« په روان ۲۰۲۳ کال کې تمه ده، چې موږ ۱۴میلیونه افغانانو ته روغتیايي مرستې ورسوو. د ۲۰۲۳ کال تېرو شپږو میاشتو کې مو ۸.۴ میلیونه افغانانو ته روغتیايي مرستې رسولي دي.»

ډاکټران په اوسني وضیعت کې د نړیوالو مرستو او په ځانګړي توګه په روغتيايي برخه کې د مرستو کمښت اندېښمنوونکي بولي او وايي، خلک د نورو وختونو  پرتله اوس مرستو او لاسنیوي ته ډېره اړتیا لري.

 د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د بودیجې کمښت له امله روغتیايي مرستو محدودولو خبر ورکوي چې له دې وړاندې  د سره صلیب نړيوالې کمېټې هم ويلي ول چې په ځینو ولایتونو کې د بودیجې کمښت له امله اړ شوي ۲۵ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو سره خپلې مرستې ودروي.

وموغوښتل چې د روغتیا نړیوال سازمان وروستي راپور په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر واخلو خو له نظر شریکولو یې ډډه وکړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist