Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د مور او ماشوم مړينه د تېر کال پر تله ۴۰ سلنه کمه شوې

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې د مور او ماشوم مړينه د تېر کال پر تله ۴۰ سلنه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/21

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۲ کال د زمري پر ۲۹ مه» ملت د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویلو د تیر کال په لړ کې د مور او ماشوم د مړينې ۲۶۰ پېښې ثبت شوي چې په ۲۰۲۲ کال د مړينې د پیښو پرتله په کې  ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد ویلي، ۱۴۰۱ کال کې د ټول هېواد په کچه يو ميليون ماشومان هم زیږېدلي دي.

عباد زیاته کړې: «   په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۶۰ د مړېنې پېښې ثبت شوي دي، سلنه یې بیا تاسې خپله مالومه کړئ چې د همدې سلنې له مخې دا کچه ډېره راټيټه شوې ده او که له ۲۱ ،۲۲ او ۲۳ کلنو سره یې پرتله کړو نو دا سطحه ډېره کمه شوې او لامل یې دا دی چې موږ الحمدالله ورته رسېدنه کوو. د مور او ماشوم روغتیا او د دوی د مړینې د مخنیوي لپاره معیاري خدمات لرو.»

عباد ویلي، د ماشومانو د ژوند خونديتوب په موخه تیر کال ۱۱ پوليو ضد او  ۳ د شري ضد کمپانونه یې ترسره کړي، چې په لړ کې  یېد هېواد ۹۹ سلنه ماشومان واکسين شوي دي.

سرپرست وزیر ویلي، له دې کمپاينونو سره سره هم په تیر يوه کال د پوليو ناروغۍ ۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړې:« موږ ته ۳.۶ میلیارده عادي بویجه راکړل شوې وه، چې په هغې کې موږ نږدې ۵۵ سلنه مصرف کړې او ۴۵ سلنه پاتې ده، پرمختیايي بودیجه بې حده زیاته کمه وه، خو په هر ترتیب بیا هم ۵۷۶ میلیونه پراختیايي بودیجه راکړل شوې چې په دې کې ۵۲ سلنه موږ مصرف کړې. موږ ته په ۱۴۰۱ کال کې ټوله ۲.۴میلیارده بودیجه راکړل شوې وه چې په هغې مو۵۴  سلنه مصرف کړې ده. »

د عامې ورغتيا وزارت سر پرست وزیر د روغتيا نړيوال سازمان هغه راپور ردوي، چې ګواګې د افغانستان صحي سیستم له جدي مالي ستونزو سره مخ دی.

د قنلدر عباد په خبره په تیر يوه کال دغه وزارت ته ۴.۲ مليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه ځانګړې شوه چې يوازې ۵۴ سلنه يې مصرف کړې.

هغه زیاتوي:« له څلورو میلیونو څخه ۳ میلیونو ماشومانو ته رسېدنه شوې ده. پخوا به زموږ شمېرې چې واکسین ورته نه کېده نږدې څلور میلیونه ماشومان وو. اوس الحمدالله ۳.۶ میلیونه یعنې څلور میلیونه نویو ماشومانو ته موږ د واکسین پروګرام مخې ته وړی دی.»                                 

د عامې ورغتيا وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰زره روغتيايي کارونکي لري چې د دې شمېر ۲۲ سلنه يې ښځينه جوړوي

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist