Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې د میاشتې شااوخوا ۱۰ زره پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کېږي

هلمند کې د میاشتې شااوخوا ۱۰ زره پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/31

په هلمند ولایت کې هم د هېواد نورو ولایتونو په څېر بې وزلي او په ټولیز ډول د عامه پوهاوي د کچي ټیټوالی هغه څه دي، چې له امله يي روغتیايي ستونزې زیاتې دي.

د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست د ماشومانو د تغذیې مسوول یار محمد ناصري وايي، د دغه ولایت په ۱۶۳ روغتیايي مراکزو کې هره میاشت شااوخوا۱۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو چې پر خوارځواکۍ اخته دي درملنه کېږي.

ناصري زیاتوي:« موږ په هلمند کې شااوخوا ۱۰ زره پر خوارځواکۍ اخته ماشومان چې عمرونه له پنځو کلونو کم دي درملنه کوو.»

په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول روغتیاپالان تر ډېره د ماشومانو پر خوارځواکۍ د اخته کیدو لاملونه بولي.

روعتیاپال فضل محمد منیب وايي:« هرې مور ته ښه خواړه نه رسېږي. دویم لامل دا دی، چې زموږ خلک عامه پوهاوی نه لري، د بېلګې په ډول یو ماشوم یې چې پیدا شي، ماشوم یو کلن شوی نه وي،چې بل ماشوم د مور په نس وي. نو له یوې مور دوه ماشومان تغذیه کوي.»

دا په داسي حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، روان ۲۰۲۳ زیږدیز کال به افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، چې ۸۷۵ زره ماشومان به يي د شدیدې خوارځواکۍ لپاره درملنې ته اړتیا ولري.

په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي له امله نړيوالو بنسټونو د لوږې د لوړې کچې اټکل کړی او د د دوامداره بشري مرستو غوښتنه یې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist