Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: قطر د افغانستان له ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي

د روغتیا نړیوال سازمان: قطر د افغانستان له ۸۹ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/10

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو.ایچ.او) د قطر له پرمختایي صندوق سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.

یاد سازمان وايي،د ۲.۲ میلیونه ډالرو مرسته،چې د قطر دې صندوق کړې، د افغانستان ۱۱ ولایتونو په ۸۹ روغتیايي مرکزونو کې به له ماشومانو او مېرمنو سره روغتیايي اسانتیاو برابرولو برخه کې مصرف شي.

یاد سازمان زیاته کړې:« د  قطر پرمختیايي صندوق او روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان ۱۱ ولایتونو اړمنو خلکو سره روغتیايي مرستو په موخه تړون لاسلیک کړ. قطر به ۲.۲ میلیونه ډالره ورکوي، چې هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، زابل، تخار، بغلان، مېدان وردګ، نورستان او پکتیا ولایتونو ۸۹ روغتیايي مرکزونو کې به ماشومانو او مېرمنو سره روغتیايي مرستو لپاره مصرف شي.»


د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر لو ډیفینګ پر خپله ټویټرپاڼه د قطر له مرستې مننه کړې او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي،چې دا مرسته به یې ظرفیت لوړونه او روغتیايي مرستو رسولو برخه کې اغېزمنه تمامه شي.

ډیفینګ زیاته کړې:«  د قطر له تازه مرستې مننه کوو. دا به زموږ ظرفیت لوړونې کې مرسته وکړي. موږ به وکړی شو،چې د افغانستان اغېزمنو خلکو او په ځانګړي توګه ماشومانو، مېرمنو او پاخه عمر لرونکو سره روغتیايي مرستې وکړو.»


تېر کال ډیسمبر میاشت کې په غېر دولتي موسسو کې  د ښځو له کاربندیز وروسته ځینو مرستندویه ادارو افغانستان کې خپل فعالیت وځنداول یا یې محدود کړ، خو لوږې سره د جرمني هېواد سازمان بیا  ویلي، په ځینو برخو کې یې د  بشري مرستو رسولو بهیر پيل کړی او په تېرو دوه میاشتو کې يې ۳۵ زرو اړمنو افغانانو سره مرستې کړي.

یادې موسسې زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې خپل بشري ماموریت ته دوام ورکوو. تېر کال ډیسمبر میاشت افغانستان کې نړیوالو موسسو کې  د ښځو کار بندیز پرېکړې وروسته موږ فعالیت درولی و خو اوس مو اړتیا ته په کتو بېرته پیل کړی دی.  د روان کال د فبرورۍ او مارچ میاشتو کې مو له ۳۵ زرو اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کړي او دا لړۍ به نړیوالو مرستندویه موسسو سره په ګډه دوام ولري.»


 د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د نوې مرستې د ترلاسه کولو خبر ورکوي،چې  د یونېسف موندنو له مخې،څه باندې ۲۸میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، ۸۷۵ زره ماشومان تغذیې او څه باندې ۱۷میلیونه کسان بیا روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړی دی، که پر وخت مرستندویه ادارو ته مرستې ورنه کړل شي، د بشري مرستو رسولو بهیر به ټکنی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist