Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا کرنې او مالدارۍ ریاست: د غواګانو پوستکي مرګونې ناروغۍ کنټرول شوې 

admin by admin
2022/11/04

په سویل کې د پکتیا ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مشر عبدالروف سعید وایي، دغه ولایت کې یې د عامه پوهاوي او ځېنې نورو چارو له لارې د غواګانو د پوستکي ناروغي کنټرول کړې ده .

سعید زیاته کړه:«په ولسوالیو کې مو عامه پوهاوی وکړ، د خلکو ذهنونه مو یو څه جوړ کړل. له همدې لارې مو هغه چارې چې د دې ناروغۍ مخنیوی کوي، پر هغې باندې مو خلک پوه کړل. خلکو هغه چارې عملي کړې. انشاء الله اوس هغه ناروغي یو څه  کنټرول شوې.»

د پکتیا یو شمیر اوسیدونکي بیا شکایت کوي،چې تر اوسه پورې یې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د کنټرول لپاره واکسین، درمل او مرسته نه ده ترلاسه کړې.

دوی وایي، د ډېرو کورنیو ډوډۍ،چې د غواګانو په شیدو لمده وه،وچه شوې او دغه بې وزلې کورنۍ اوس مهال لاسنیوي ته اړتیا لري.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« په دغه سیمه کې ډېرې زیاتې غواګانې مړې شوي دي. تر اوسه پورې د درملنې په اړه چا پوښتنه نه ده کړې. نه هم څوک راغلي،چې  ووايي، دا د کومې ناروغۍ له امله غواګانې مړې شوي دي. نه یې هم موږ ته تر اوسه پورې د غواګانو لپاره کوم درمل راکړي دي. په دې سمیه کې د هرې یوې کورنۍ یوه، دوه یا درې غواګانې مړې شوي دي.»

د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې،تر دا مهاله د پوستکي ناروغۍ له کبله پکتیا کې ۲۰۰۰ غواګانې مړې شوي.

د یاد ریاست  د مشر عدالروف سعید په خبره، په بازارونو کې به د غواګانو د غوښې پر پلور تر هغې بندیز وي،چې ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه وي تللي.

هغه زیاته کړه:« په پکتیا کې هم د غواګانو ناروغي ډېره زیاته شوه،چې شااوخوا ۲۰۰۰ پورې غواګانې مړې شوي دي. نو ددغې ناروغۍ له امله موږ په بازار کې غوښې پلور بند کړ.»

په ورته مهال مرکز ګردیز کې د شااوخوا یو نیم میلیون افغانیو په لګښت مسلخ پرانېستل شو او تر دې وروسته به بازارونو کې د خرابې غوښې د پلور مخه ورسره ونیول شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist