Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې یو شمېر بزګران: د کرنې ریاست پر وخت تخمونه نه ويشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/01

په پکتیا ولایت کې یو شمیر بزګران شکایت کوي،چې د کرنې او مالدارۍ ریاست او مرستندویه بنسټونه ورته اصلاح شوي تخمونه پر وخت نه ویشي.

بزګران وايي،سږ کال پرلپسې ورښتونو او سېلابونو ځپلي او په خبره یې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې دې ورته پر وخت وویشل شي.

یو تن بزګر وايي:« له موږ سره تر اوسه پورې د کرنې ریاست مرسته نه ده کړې. سږ کال ورښتونو او سېلابونو بزګران سخت ځپلي. موږ د کرنې ریاست او مرستندویه موسسو غواړو،چې پر وخت تخمونه راکړي.»   

بزګران همدا راز وایي، وچکالۍ یې پر حاصلاتو اغیز کړی، د کیمیاوي سرې بیې لوړې دي او ډېری بزګران له درېیو کلونو راهیسې تخمونه بې سرې کري.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« تر اوسه پورې د تخمونو کرلو ته شااوخوا ۱۰ ورځې پاتې دي، که په دې وخت کې بزګرانو ته تخمونه ورکړل شي، نو ټول به ترې خوشاله شي. اصلاح شوي تخمونه ډېر ضرور دي او ضرورت هم ورته لرو. سره هم نه لرو، یوه بوجۍ سره شااوخوا ۱۲ زره کلدارې ده.»

د یاد ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مشر عبدالروف سعید هم مني،چې تخمونه ناوخته ویشل کیږي او وایي،مرستندویه بنسټونه لومړۍ سروې کوي او وروسته تخمونه ویشي او له همدې کبله ناوخته کیږي او ډېری سیمو کې تخمونه کرل شوي وي.

 سعید زیاته کړه:« موسسې لومړی سروې کوي،بیا وروسته تخمونه اخلي، کله چې تخمونه واخلي، دا یو څه وخت نیسي. ځېنو ولسوالۍ کې تخمونه وخته کرل کېږي، نو موږ له ټولو سره خبرې کړې دي،چې سږ کال به تخمونه پر وخت وېشل کېږي.»

سږ کال د وچکالۍ او بیا پرلپسې ورښتونو له کبله د پکتیا بزګران تر بل هر وخت ډېر زیانمن شوي او د کرنې او مالدارۍ ریاست مالومات ښيي،چې سېلابونو دغه ولایت کې ۱۸ زره جریبه کرنیزې ځمکې تخریب کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist