Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي 

اوچا: ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/01

په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې کارۍ، فقر او خراب اقتصادي وضعیت کچه مخ  په زیاتیدو ده.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، ۲۵ میلیونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او پر وینا یې  ۱۹ میلیونه یې د خوړو له  نه خوندیتوب سره مخ دي.  

اوچا وايي،افغانانو سره د مرستو ټولولو لپاره یې له ۴.۴ میلیاره ډالرو یوازې ۱.۹ میلیارده راټولې شوي،چې بسنه نه کوي.

اوچا زیاته کړې:« افغانستان کې ۲۴ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ میلیونه وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۹ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.» 

دغه راز اوچا وايي، که ژر بېړنۍ مرسته تر سره نه شي، حالت له دې هم  خراب کېدی شي.

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، که اسلامي امارت او نړیوال مرستندویه بنسټونه د بنسټیزو پروژو او کارونو په پیل غور ونه کړي دا او نورې مرسته حل لاره نه شي کېدلی.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي:« که دغه پیسې یې په هغو ځایونو کې مصرف کړی وی،چې خلکو ته یې کار پيدا کړی وی او د فقر مخنیوی شوی وی. دا حالت چې اوس روان دی، زه فکر نه کوم، که نورې پيسې هم راشي، ستونزه حل شي،ځکه ما مخکې هم وویل، دا ټولې پیسې په معاشونو او نورو شیانو باندې مصرف کېږي او خلکو څه نه رسېږي.»  

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:«د افغانستان اسلامي امارت وظیفه هم ده،ترڅو هغه لارې چارې وګوري،چې دوی( اسلامي امارت) پر رسمیت وپېژندل شي، له نړیوالو سره خپلې اړیکې سمې کړي، ترڅو موږ وکولی شو، دغه مرستې راجذب کړو. د ملګرو ملتونو سازمان هم باید پر دې فکر وکړي،چې افغانستان کې بیا کورنۍ جګړه رامنځته نه شي، فقر او بدبختي،چې دلته بیخي اوج ته رسېدلې، یو بشري ناورین رامنځته نه شي، تروریستي ډلې دلته را پیدا نه شي.» 

د افغانستان د خراب اقتصادي حالت له کبله سلګونه زره کسانو وروسته له هغه هېواد پریښی،چې د اسلامي امارت حکومت واک ته ورسېد. 

د ډېرو نیوکه همدا ده،چې اسلامي امارت نه دی توانېدلی،چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist