Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترش: افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابیدو پر لور روان دی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/22

افغانستان کې اسلامي امارت له واکمنۍ یوه کال زیات وخت تېریږي،خو له  ژمنو سربېره لا هم د نړیوالو اندېښنې په ځای پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان په اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنه ښودل شوې.

د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي،افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی، میلیونونه افغانان له بې وزلۍ کړیږي او د خلکو حقونه ترې اخیستل شوي. 

ګوترش زیاته کړې:«افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی. له نیمايي زیات افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. ورته مهال بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې  دي.» 

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني هم د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان یادونه کړې او د دوحې د هوکړې د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده. 

الثاني زیاتوي:« موږ افغانستان کې  پر ټولو لورو غږ کوو،چې د دوحې د سولې خبرو لاسته راوړنې په نظر کې ونیسي او پرې غور وکړي. له هغې تړون مخکې دا ډاډ باید ترلاسه شي،چې افغاستان د  ترهګرو ډلو لپاره په یو امن پټن ځای نه بدلیږي. وروسته له هغې افغانان کولی شي له اوږد مهاله ثبات او پرمختګ خوند واخلي.» 

بل خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي، افغانان له کلونو راهیسې د بې وزلۍ او ترهګرۍ له امله ستونزو سره مخ دي.

اردوغان هېله ښودلې ده،چې حاکم نظام د ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او ژمنه یې کړې،چې د دې کار لپاره انقره هم د افغانانو ملاتړ کوي.

اردوغان زیاته کړې:« افغاانستان نږدې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې له ناندریو، کشمکشونو، ترهګرۍ او فقر سره مبارزه کوي او اوس هم دغه هېواد له یوه سخت وخت او وضعیت تېریږي. اوسنۍ دولت به د بشري ژوند د تضمین لپاره حتمي ضروري ګامونه اخلي او موږ باور لرو،چې په دې برخه کې پرمختګ کیږي او موږ به د دغې پروسې د بشپړتیا لپاره د خپلو افغانانو وروڼو او خوندو ملاتړ ته دوام ورکړو.» 

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په روانه ناسته کې داسې مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنې ښودل کیږي او د ملاتړ خبرې کیږي،چې په استازيتوب یې سږ کال هېڅوک د ګډون لپاره نه دي بلل شوي.

که څه هم اسلامي امارت تر اوس د ګوترش او نورو مشرانو اندېښنو ته کوم غبرګون ندی ښودلی خو له وړاندې یې د نړیوالو اندېښنې بې بنسټه  بللې وې او د دوی د ملاتړ هرکلی یې کړی و.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist