Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد پوهان: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه  د سویس بانک ته لېږل به اقتصادي بحران رامنځ ته کړي 

امریکا د افغانستان کنګل شوې پانګې یوه برخه سویس کې یو بانک ته سپاري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/15

د اسلامي امارت چارواکو،افغانانو او نړیوالو له ټینګار وروسته امریکا پریکړه کړې  ده،چې د افغانستان بانک  له کنګل شوې پانګې درې نیم میلیارده ډالر آزادوي،خو د افغانستان پر ځای یې سویس ته استوي.

د امریکا انټرسیپټ خبري رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي،امریکا غواړي د دغو پیسو لویه برخه سویس کې د بي.آی.اس په نوم بانک ته واستوي،چې هلته به د یوې امانت داری کمیټې تر څار لاندې کارول کیږي.

د انټرسیپټ د راپور یوه برخه:« امریکا چمتو ده،تر څو د افغانستان بانک کنګل شویو پیسو لویه برخه آزاده کړي او سویس کې یې بي.آی.اس بانک ته وسپاري. د دغو پیسو لپاره به د امانت دارۍ یو کمیټه جوړیږي،چې ډاډ ورکړي،ترڅ، دا پیسې د پولي پالیسیو او بشري مرستو برخه کې لګول کیږي.» 

نا تایید شوي راپورونه وایي،د دغو پیسو د څار کمیټه کې انور الحق احدي او شاه محرابي هم شامل دي.

بل پلو د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د امریکا د دې پریکړې هرکلی کوي،ځکه پر وینا یې دا پیسې د لږولو لپاره نه بلکې د افغانیو د ثبات او د افغانستان بانکي او مالي اعتبار لپاره ځانکړې شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځی وايي:«که چېرته د افغانستان بانک د پولي سیاست اهدافو ترلاسه کولو لپاره دغه فنډ ته درې نیم میلیارده ډالر انتقال کېږي، نو دا دافغانستان لپاره یو ښه خبر دی،چې د افغانیو ارزښت ترڅنګ به موږ وکولی شو،چې په ډېرې اسانۍ سره پیسې انتقال کړو، بانکي باور لا لوړ شي.» 

ځینې نور بیا د امریکا پر دې پریکړې نیوکه کوي او وایي،د هېواد اقتصاد لپاره به لوی زیانونه ولري.

که څه هم اسلامي امارت په تېر کې ژمنه کړې وه،که دا پیسې آزادې شي د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه به یې وکاروي،خو په دغه راپور کې یو ځل بیا ویل شوي،چې آزادیدونکي پیسې د اسلامي امارت له لاسرسي پرته سویس ته ځي.

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د همدې پیسو د آزادولو په  اړه د خبرو لړۍ وروسته له هغې د امریکا لخوا ودرول شوه،چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist