Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ابجوشو حاصلات ۸۰ سلنه کم شوي

کندهار کې د ابجوشو حاصلات ۸۰ سلنه کم شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/13

په سویلي کندهار ولایت کې د انګورو یو شمېر باغ لرونکي وايي، سږ کال یې د باران کم والي له امله د ابجوشو حاصلات د تېر کال پرتله ۸۰ سلنه کم شوي دي. 

باغ لرونکي،چې اوس مهال له انګورو د ابجوشو په پروسس بوخت دي، د خپلو حاصلاتو لپاره د بازار او صادراتو غوښتنه کوي.

باغ لرونکي وايي،د مازیګر له لور راټول شوي انګور په جوش کړو اوبو او نورو کيمياوي موادو کې منځي او بيا یي ازادي هوا ته د وچېدو په موخه هواروي.

دوی وايي،  سږني حاصلات يې د تېر کال په پرتله د باران له امله شااوخوا ۸۰ سلنه کم دي.

پنجوايي ولسوالۍ کې د انګورو یو تن باغ لرونکی سراج الدین وايي:« موږ ته د بارانونو زیانونه رسولي. اوس په ۱۰۰ سلنه کې ۸۰ سلنه  انګور یې خراب شوي دي. له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې ابجوشو ته مو بازار پیدا کړي. سوداګر نه شته دي. پخوا به دلته پر میدان سوداګرو ابجوشي اخېستل، خو اوس  سوداګر نه شته.» 

پنجوايي ولسوالۍ کې یوبل د انګورو باغ لرونکی عمر شاه بیا وايي:«دلته ابجوشو کې کار کوم. سږ کال بارانونو حاصلات خراب کړل، ډېر کم پاتې دي. که هغه خپل مصارف پوره کړي، نوره د ګټې تمه ترې سږ کال نه لرو.» 

ځینې نور باغ لرونکي بيا وایي، که څه هم سږني حاصلات یې کم دي، خو کېفيت يې د تېر کال په پرتله لوړ دی.

باغ لرونکي وایي اړوندې ادارې دې يې د سږنیو حاصلاتو لپاره پر وخت بازار موندنه وکړي.

د انګورو یو تن باغ لرونکی دین محمد وايي:« باغ مو ۸۰ سلنه خراب شوی دی.  ډېر زیان رارسېدلی دی. له حکومته مو  غوښتنه دا ده،چې یو داسې بازار راته جوړ کړي،چې ابجوشي مو په سمه بیه وپلورل شي.» 

د یاد ولایت سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا هم وایي، تیرکال له کندهاره تر ۱۵ زره ټنه ډېرې ابجوشي بهرنیو هېوادونو ته صادرې شو، خو سږ کال د طوفاني بادو او بارانونو له امله د انګورو حاصلات کم شوي. 

د کندهار ژړۍ، پنجوایي، میوند، ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو کې د مېوو زرګونه باغونه شتون لري،چې حاصلات يې د کورنيو مارکېټونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم لېږل کيږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist