Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا سوداګر او صنعت کاران د ډنډې پټان لارې رسمي ترانزیټ غوښتنه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/13

په سویل کې د  پکتیا سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حسیب الله ګردیزی وایي،اوس مهال هره ورځ د ډنډې پټان له لارې د بېلابېلو توکو ۲۵۰ موټر صادرات کیږي.

ګردیزی له اسلامي امارته غواړي،چې د دغې لارې د رسمي ترانزیټ برخه کې دې جدي ګامونه واخلي. 

هغه زیاته کړه:« د پکتیا بندر ترانزیټ کول دي،چې تر اوسه پورې ترانزیټ شوی نه دی.موږ له دې لارې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ موټرو پورې صادرات لرو، خو تر اوسه پورې ترانزیټ شوی نه دی. زموږ غوښتنه دا ده،چې دغه لاره دې ترانزیټ شي.» 

سوداګر او صنعت کاران د پټان لارې د رسمي ترانزیټ لپاره پکتیا کې د هند او پاکستان کونسلګريو شتون اړین بولي او له اسلامي امارته غواړي،چې له هندي او پاکستاني چارواکو سره دې خبرې وکړي. 

د پکتیا صنعت او کانونو خونې مشر فضل الدین جلالزی  وايي:«  موږ د دوو هېوادونو کونسلګریو ته ډېره اړتیا لرو. څنګه چې موږ وایو دا زون دی او د زون مرکز دی، نو هر زون یو کونسلګري لري،خو متاسفانه چې پکتیا کې کونسلګري نه شته ده، په ځانګړي ډول موږ  د پاکستان او ایران کونسلګریو ته ډېره اړتیا لرو،چې دلته باید پرانېستل شي.» 

سوداګر وایي، له ځېنو سونزو سره سره د اسلامي امارت له واکمن کیدو را وروسته په ټولییز ډول د هېواد پر کچه صادارات ۴۵ سلنه زیات شوي دي. 

سواګر او صنعت کاران وایي،که د پټان لاره په رسمي ډول ترانزیټ شي،د صادراتو کچه به لوړه او د اسلامي امارت عواید به هم ورسره زیات شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist