Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

په هرات ولایت کې د خوراکي توکو یو شمېر پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د  اوړو، غوړیو او وریجو په بیو کې  له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې کموالی راغلی دی. 

د خوراکي توکو ځینې پلورونکي د بیو د کمېدو یو لامل په نړیوال بازار کې د لومړنیو توکو ټيټې بیې یادوي. 

خو له حکومته یې غوښتنه دا ده،چې د لومړنیو خوراکي  توکو لپاره دې ثابت بیې وټاکي. 

هرات کې د خوراکي توکو تن هټۍ وال وايي:« د افغانستان ډېری غوړي له اوکراین او مالیزیا راځي. د دې له امله چې له مالیزیا څخه په غوړیو بار بېړۍ په حرکت کې دي، نو د غوړیو بیې هم ټیټې شوې دي.» 

د هرات یو بل د خوراکي توکو هټۍ وال بیا وايي:« بازارونو کې بیې ثابتې نه دي. کله لوړ شي او کله هم ټیټ شي. ځینې وخت سوداګر یو څیر ګران واخلي خو بیې بېرته راښکته شي او پلور یې په کمه بیه کېږي. ځینې وخت پېرېدونکي او ځینې وخت هم سوداګر زیان ویني.»  

هرات کې د خوراکي توکو هټۍ وال بیا:« د تېر په پرتله د خوراکي توکو بیې ښه دي ټېټې شوې دي. مخکې یو کیلو نخود په ۱۷۰ افغانۍ وو خو اوس ۱۱۰ ته یې بیه را ښکته شوې ده.» 

د هرات اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له ټېټیډو خوښ دي، خو وایي، په دې شرایطو کې دا بیې اوس هم لوړې دي او باید د لا کموالي لپاره یې حکومت کار وکړي. 

د هرات ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« له اقتصادي پلوه زموږ خلک فلج دي. هر څومره چې بیې کمې شي او په دې برخه کې ښاروالۍ او دولت پاملرنه وکړي، خوښېږو.» 

د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« څومره چې ارزاني راشي هغومره د افغان مظلوم ملت په حق ښه کار دی. د اوکراین او دا ډول جګړو یو څه بیې لوړې کړې او په وروستیو کې طبیعي پېښو لکه زلزله او سېلابونو بیا خلک ډېر بېوزله کړي دي.» 

په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي یو لامل لوړه مالیه او تعرفه ده،چې د خوراکي توکو واردکوونکي یې پر راکمېدو ټېنګار کوي. 

د دوی په خبره، اوس مهال په هرات کې ګمرکي تعرفه له ۱۰ تر ۳۰ سلنو پورې ده.

د یاد ولایت د خوراکي توکو د وارد کوونکو ټولنې مشر نجیب الله خیر اندیش وايي:«  هو د مالیاتو ډېروالی شته او تعرفې لوړې دي. وروستیو کې مو کندهار کې په دې تړاو یوه غونډه درلوده او نږدې راتلونکي کې به له خپل تخنیکي ټیم سره کابل ته هم ولاړ شو څو په دې تړاو بحث وکړو چې هغه جنسونه چې مشابه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي د هغې تعرفې را ټیټې کړو.» 

 د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په هېواد کې په تېر یوه کال کې د خلکو توان د خوراکي توکو د اخېستلو لپاره ۹۰ په سلو کې ټیټ شوی دی.

اسلامي امارت له روسیې سره د خوراکي او سون توکو قرارداد کړی دی،چې پر وینا یې  ژمي ته په رارسېدو سره هڅه کوي،د ستونزو مخه ونیسي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist