Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان: که بانکي سیسټم کې شته محدویتونه ختم نه شي نو هېواد له مالي بحران سره مخ کېدونکی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/23

څه باندې يوکال  کېږي،چې د هېواد بانکې سيستم له ستونزو او محديتونو سره مخ دی،چې دغو محدودیتونو د خلکو اقتصاد، بانکي نظام او سوداګري اغیزمنه کړې.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، انديښنه داده،که پر مالي سيستم شته محديتونه لرې نه شي،نو اقتصادي او بانکي برخه کې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه تلوونکې دي.

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي:«که چېرې د افغانستان اوسني شرایط، پر بانکونو باندې دوام پيدا کړي، که هغه نړیوال بندیزونه دي، یا هم په داخل کې د بانکونو ستونزې دي، دا به بې له شکه،چې د افغانستان په ۲۰ کلنو لاسته راوړنو باندې ډېرې بدې اغیزې وکړي او د افغانستان مالي نظام به له منځه یوسي. » 

عزیز د هېواد بانکي سيستم د بېرته عادي کولو او خصوصي بانکې سيستم د پياوړتیا لپاره د سيمي او نړۍ هېوادونو سره د بانکي اړيکو جوړولو لپاره جدي اقداماتو باندې ټینګار لري.

بل لور ته د افغانستان اسلامي امارت رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په نوې پريکړه کې بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې،چې ګاونډيو هېوادونو سره  دې د اړيکو له لارې هڅه وکړي،چې افغاني بانکونو ته د سيمې هېوادونو کې د بانکي حساب د پرانېستلو اجازه ورکړل شي.

همداراز له بهرنيو چارو وزارت غوښتل شوې،چې مرسته کوونکو هېوادونو سره د تفاهم لارې بشري مرستې دې د هېواد ټولو بانکونو ته انتقال کړي.

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت:« د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دې د افغاني بانکونو له خوا په ګاونډیو او د سیمې په نورو هېوادونو کې د بانکي حسابونو د پرانېستلو په اړه کار او هلې ځلې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دې له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو سره تفاهم وکړي،چې مرسته کېدونکې پیسې دې نه یوازې یوه ځانګړي بانک ته، بلکې د یوه منظم میکانیزم په رڼا کې د افغانستان نورو خصوصي بانکونو ته هم راشي، ې په دې توګه د افغانستان له خصوصي بانکونو سره په چلن کې عدالت رامنځته شي.» 

اقتصادپوهان د افغانستان اسلامي امارت  د رياست لوزرا‌‌ء اقتصادي کمېسسون ياده پريکړه پر کوردننه د بانکي ستونزو  حل لپاره غوره پرپکړه ګڼي،خو باور لري،چې دغه پريکړه د ټولو محديتونو د حل لاره نه  شي کېدلی. 

پر کور دننه  او بهر بانکي محديتونو د پانګه والو په کاري ساحه اغيز کړی او ګڼ شمیر سوداګر او پانګه وال بهر ته د پیسو په انتقال کې له ستونزو سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist