Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې بڼ لرونکي: سږ کل مو انګور د وچکالۍ له امله سخت زیانمن شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/24

په کندهار ولایت کې د انګورو د حاصلاتو ټولول پیل شوي دی، خو بڼوال ترې خوښ نه دي.

هلته د انګورو بڼ لرونکي وايي،سږکال يي تر ټولو کلونو د انګورو حاصل کم دی او د کال کړې خوارې يې نه پوره کوي.

دوی وايي،د وچکالۍ له کبله يي ټول کال د تیلو پر مټ له ژورو برمو اوبه رایستلي او په ډېرو زحمتونو يي بڼوڼه اوبه کړ، خو اوس هم د پخوا پرتله درېیمه برخه حاصل نه لري.

بڼوال اندیښمن دي که وچکالي دوام وکړ،نو باغونه يي د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.

یو تن بڼوال نور محمد وايي:« ستونزه مو د وچکالۍ له امله ده. بڼ ته مو اوبه نه شته دی. د برمو له څاګانو یې اوبه کوو. ته یې ګورې،چې کومو ستونزو سره مخ یو. انګور مو وګوره، په دې شکل شوي دي. هغو انګورو ته چې اوبه ورسېدلي، حاصلات یې ښه دي،خو هغو انګورو ته چې اوبه نه دې رسېدلي وچ شوي دي.» 

د کندهار ژړۍ، پنجوايي ارغنداب، ارغستان ډنډ، دامان، معروف او خاکریز هغه ولسوالۍ دي،چې په کې د انګورو باغونه شته او د ډېری اوسېدونکو يي یوازینۍ د عاید سرچینه همدا باغونه دي.

په دغو ولسوالیو کې باغونه د دهلې اوبو له بنده اوبه کیږي،چې د اوبو کمیدو سره ډېری وخت کروندګر د اوبو له کمښت سره مخ  کیږي.

باغ لرونکي همدراز وایي،دولت دې  نړيوالو بازارونو ته د تازه مېوو د رسېدو په برخه کې هڅې وکړي او د دوی حاصلاتو ته دې بازار پیدا کړي.

دوی وايي،د سړو خونو او بازار د نشت له امله اړ دي،چې خپل حاصلات په کمه بېه او زيان وپلوري.

یو بل بڼ لرونکي  اختر محمد بیا وايي:«دولت باید له موږ سره مرستې وکړي. دا ټول انګور خو دلته نه خوړل کېږي، باید نورو هېوادونو ته یې د لېږد زمینه برابره کړي.»  

په ورته وخت کې د کندهار  کرنې ریاست مشر مولوي محمود مظلوم واي، په دغه  ولایت کې به سږکال د وچکالۍ له امله د انګورو پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه ۲۵۱ زره ټنه د انګورو حاصل تر لاسه شي،چې د تیر کال پرتله اته فیصده کموالی ښيي.

مظلوم زیاتوي:« د انګورو حاصلات سږ کال د تېر پرتله ۸ سلنه کم دی. سږ کال وچکالي ده، بڼوڼه د اوبو له کمښت سره مخ دي. اوبه ډېرې کمې دي.» 

انار، انګور او انځر د کندهار مشهورې میوې دي،چې تر ډېره بهرنیو هېوادونو ته صادریږي او د بڼ لرونکو او کروندګرو یوازینۍ د ګټې وټي سرچینه د، خو هر کال د مرضونو وچکالۍ او د صادراتو پر وړاندې مخ کیدونکو ستونزو له کبله بڼ لرونکي، کروندګر او سوداګر زیانمن کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist