Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کانونو او پترولیم وزارت د ډبرو سکرو یو ټن بيه ۲۸۰ ډالرو ته لوړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/18

په وروستیو کې پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د ډبرو سکرو د صادراتو او د بیو ټيټوالي په اړه نیوکې زیاتې شوي، باور دا وو،چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې، خو له

افغانستانه د ډبرو سکرو صادرات په خورا ټيټه بیه تر سره کیږي. 

تازه د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي،د نوې تعرفې له مخې به هر صادروونکی وروسته له دې دولت ته د في ټن پر سر ۲۸۰ ډالر ورکوي او دا چاره عملاً روانه ده. 

برهان زیاته کړه:« وړاندې د في ټن ډبرو سکرو بیه له ۲۴۰ تر ۲۵۰ ډالرو پورې وه، خو دا کومه نوې تعرفه مو چې څو ورځې وړاندې پورته کړې وه، د هغې له مخې، به  یو ټن ۲۸۰ ډالرو پرېوځي.» 

برهان وايي، د کانونو او پترولیم وزارت هره اوونۍ د بېلابېلو منرالونو د استخراج او پلور له درکه ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه:«  موږ چې د یوې اوونۍ عواید لاسته راوړي ول، شااوخوا ۳۴۳ میلیونه افغانې وې او د دې ترڅنګ ۲.۵ میلیونه ډالر ول. دا زموږ د یوې اوونۍ عواید ول.» 

په ورته وخت کې برهان وايي، اوس مهال هره ورځ نږدې ۱۰ زره ټنه د ډبرو سکرو صادرات لري،چې له کبله يې شااوخوا درې میلیونه ډالر عواید لري. 

خو د  اقتصادي چارو شنوونکي بیا په دې نظر دي،چې په نړیواله  بازار کې د ډبرو سکرو بیه له ۴ سوه ډالرو پورته ده،خو په افغانستان کې یې اوس هم ټاکلې بیه څرګنده نه ده او دا کارو بار لا په کلدارو کیږي.

د اقتصادي چارو شنوونکي دا هم وايي، د افغانستان اسلامي امارت باید د کانونو د کیندنې څرنګوالی واضیح کړي،چې باید په فني بڼه وشي.

د افغانستان اسلامي امارت کانونو او پترولیم وزارت همدا راز وايي، د ډبرو سکرو، شوکاڼي او کرومایټو کانونو ترڅنګ يې د نورو سترو کانونو په اړه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ناستې دوام لري،چې له استخراج سره به يې له بد اقتصادي وضعیت د وتلو لار پرانېستل شي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist