Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د ښځینه سوداګرو له لوري د افغاني لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/02

په کابل کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر ۱۰ مه» د ښځینه سوداګرو له لوري د لاسي صنایعو نندارتون پرانېستل شو،چې لاسي صنایعې، کالي او خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې شول.

د یاد نندارتون مسوولین وايي، دا ډول نندارتونونه د ښځو پر اقتصادي وضعیت ډېره مثبته اغیزه لري او  د ښځو اقتصادي ستونزې له منځه وړي.

د  تار طلايي سوداګریز شرکت مسووله نفیسه دانش  وايي:« که چېرې موږ نن د یو بل لاس ونیسو او خصوصي سکتور پر پښو دروو. زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د افغانستان اقتصاد به ورغېږي او شته ستونزې به حل شي. » 

دانش له حکومت  او نړیوالې ټولنې  غوښتنه وکړه،چې د خصوصي سکټور ملاتړ دې  وکړي.

هغه زیاته کړه:« زه له ا.ا.ا او نړیوالې ټولنې غواړم چې په دې شرایطو کې د خصوصي سکتور متشبثینو ملاتړ وکړي څو هېواد کې له شته اقتصادي کړکېچه ووزو.» 

همدارنګه د  ښځو د شبکې مشر محمد انور بیا وايي،له سوداګرو ښځو باید ملاتړ وشي او له اسلامي امارته يې غوښتنه وکړه،چې دوی ته دې کاري زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه:« د ا.ا.ا غواړم څو په بازار کې متشبثو ښځو ته زمینه برابره کړي څو خپله سوداګري وکړي، ځکه دا جدي اړتیا ده او اوس ان ښځې نشي کولی د خپلې اړتیا وړ توکي وپېري.»   

د نندارتون ګډونوالې او د لاسي صنایعو ښځینه پلورونکې د یادو تولیداتو په اړه وايي، دوی ته خام مواد له ولایتونو راځي او وروسته یې قالب بندې کوي،چې د بېلابېلو سیمو د رواج پر بنسټ دي.

د نندارتون یوه ګډونواله وايي:«  زموږ کالي همدلته تولیدیږي او خیاطې ښځې یې جوړوي. کابل او ولایتونو کې ګروپ لرو او له خپلو غوښتنو سره سم هغوی ته فرمایش ورکوو او دوی یې راته جوړوي. » 

یاد نندارتون،چې د ښځو له لوري  جوړ شوی دی، موخه  يې دا ده،چې د ښځو لاسي صنایع بازار ته وړاندې شي او خوښي یې وښوده،چې دوی ته د کار زمینه برابریږي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist