Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د نور روغتون کې د سترګو عملیاتو دوه نوې څانګې پرانېستل شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/31

د پاکستان د الخدمت بنسټ په مالي مرسته په کابل کې د دوشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۹ مه»  د نور سترګو تخصصي روغتون سره د ریټیانا یا د سترګو د پردو او اوکوپلاسټي یا د سترګو د ښکلا د عملیاتو په برخه کې دوه څانګې پرانېستل شوې.

د نور روغتون مسوولین وايي،په دغو څانګو چې په مجهزو طبي وسایلو سمبالې دي،څه باندې ۲۰ میلیونه کلدارې لګښت پرې راغلی دی.

له پاکستانه د راغلي طبي ټیم پروفیسور ډاکټر انتظار حسین  وايي:« موږ د افغانستان له روغتیا وزارت او مسوولینو منندوی یو،چې موږ ته یې د خدمت فرصت راکړ. موږ د الخدمت بنسټ له اړخه په کابل کې نور روغتون سره د سترګو د ځانګړو عملیاتونو په برخه کې د ۲۰۳ لکه کلدارو په ارزښت د طبي وسایل مرسته وکړه او دوه څانګې مو پرانېستلې. موږ خوښ یو او په دې برخه کې به د لا زیاتو خدمتونو په موخه افغانان ډاکټران وروزو.» 

له پاکستانه راغلی دغه ۲۰ کسیز ټیم به په شپږو ورځو کې په وړیا توګه د ۶۰۰ ناروغانو د سترګو د پردو او ښکلا عملیاتونه وکړي.

د نور سترګو روغتون مشر ډاکټر ظاهرګل ځدراڼ وايي، د یاد ټیم راتګ او د وسایلو مرسته د دوی په هڅو شوې او د ځانګړي پلان له مخې په دې برخه کې به افغان ډکټران وروزل شي.

ځدراڼ زیاته کړه:« په راتلوونکې کې به کوم خدمات،چې موږ وړاندې کوو، دا د خپلو افغاني ډاکټرانو پر مټ کوو. نن چې کوم ډاکټران راغلي، هغه ۲۰ کسیزه ټیم دی. دغه ۲۰ کسان یوازې شپږ ورځې موږ ته دغه ټول عملیات ترسره کوي.»

د روغتیا وزارت د دفتر مشر مولوي داوود منصوري بیا وايي،هڅې کوي،چې هېواد ته په هغو تخصصي برخو کې چې اړتیا لیدل کېږي،متخصصین راوغواړي او په مرسته یې افغان ډاکټران وروزي.

منصوري زیاته کړه:«  د نړۍ له ګوټ ګوټ له متخصصینو سره په اړیکه کې یو، ترڅو وکولای شو، هغه هېوادوال،چېنه شي کولای بهر ته د خپلې درملنې لپاره ولاړ شي. هغه دلته راولو، ترڅو په وړیا ډول یې درملنه وشي.» 

له پاکستانه راغلی ټیم  به په شپږو ورځو کې د سترګو د شاته پردو چې د زور، شکر او یا لوړ فشار له امله زیانمنې شوې وي او همدا راز د سترګو د ښکلا ۶۰۰ عملیاتونه وکړي.

د سترګو د ځانګړو عملیاتو په برخه کې یاد طبي وسایل،چې تراوسه په هېواد کې نه وو، د الخدمت پاکستاني بنسټ له لوري په وړیا ډول کابل کې نور د سترګو روغتون ته ورکړل شول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist