Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصادپوهان: روان مالي کال کې پراختیايي بودیجه کمه په پام کې نیول شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/16

د افغانستن اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره بودیجه  برابره کړې،چې د څه باندې ۲۳۱ میلیارد افغانۍ اټکل شوې،چې ۲۰۳ درې ملیارده یې عادي او ۲۷ عشاریه ۹ ملیارده یې پراختیايی بودیجه ده.

اقتصاد پوهان  وايي، پراختیايي بودجه چې زیاته مهمه برخه ده،د روان مالي کال لپاره کمه په پام کې نیول شوې ده.

دوی وايي، په پراختیايي بودیجه کې باید داسې پروژې په پام کې نیول شوې وای،چې د هېواد په اقتصاد او د خلکو په ورځیني ژوند یې مستقمآ اغیز درلودی.

د اقتصاد پوهان په باور، اوسنۍ بودیجه به په خپله د لګښت او تمویل انډول له منځه یوسي او اغیزمنه به هم نه وي.

اقتصاد پوه نورالله عزیز  وايي:«په دې بودیجه کې باید دوی هڅه کړې وای،چې هغه پروژې یې په کې نیولې وای،چې هغه  د افغانستان لپاره عواید ولري.په دغه برخه کې چې پراختیایي بودیجې ته وکتل شي، هغه پروژې د افغانستان په اقتصاد باندې مستقمآ تاثر لري او د عوایدو ښې سرچینې دي،په پام کې نه دي نیول شوي. دا به په خپله د بودیجې تمویل او مصرف انډول له منځه یوسي او موثره به نه وي.» 

خو ځینې  بیا وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې عادي برخه کې کولای شي،چې ټول مصارف پوره کړي،خو پراختیايي برخه یې د تمې خلاف ده.

دوي وايي،که چیرې پراختیايي بودیجې ته پاملرنه ونه شي،نو هېواد کې بې وزلي او بیکاري نوره به هم لوړه شي.

د اقتصاد پوه عبدالنصیر رښتیا  وايي:« په دې بودېجه کې د عادې بودیجې برخه ډېره ښه ده،کومه ستونزه په کې نشته دی،کولای شي،چې د حکومت د معاشاتو مصارف پوره کړي،خو پراختیايي برخه، چې یوه مهمه برخه ده،کمه بودیجه  ورته ځانګړې شوې. که چیرې یو هېواد نه توانیږي،چې خپله پراختیايي بودیجه تمویل کړي،نو وګړي به یې له فقر او بیکارۍ سره مخ شي.» 

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وايي، په پراختیايي بودیجه کې یې هغه مهمې پروژې په پام کې نیولي،چې د عوایدو سرچینې دي،د اوسپنې پټلۍ او د قوش تیپې کانال هم په دغه بودیجه کې شامل دي.

حنفي زیاته کړه:« ټوله پراختیايي بودیجه څه باندې ۲۷ عشاریه ۹ ملیارده افغانۍ ده او په دغه بودیجه کې لومړیتوب مهمو او عمراني عواید لرونکو پروژو ته ورکړل شوی دی.» 

د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجې کسر ۴۴ عشاریه ۷ ملیارده افغانۍ دی او  اسلامي امارت هیله ښودلې ده،چې دغه کسر به د کال په  اوږدو کې   د خپلو کورنیو عوایدو پرمټ له منځه یوسي.

د جمهوریت د وروستي مالي کال ټوله بودیجه ۴۶۶ ملیارده افغانۍ وه او هغه مهال هم د بودیجې زیاته برخه کې عادي بودیجې ته  ځانګړې شوې وه او پراختیايي بودیجه یې پر بهرنیو مرستو ولاړه وه او غیر اختیاري وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist