Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار صنعت کارانو ټولنه: د صنعتي پارک لسګونه تړل شوې کارخونې به بېرته فعاله شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/28

د کندهار صنعت کارانو د ټولنې مسوولین وايي،کندهار ته له کجکي برېښنا بند د برېښنا د تولید په زیاتوالي سره به  د صنعتي پارک لسګونه بندې  کارخونې بېرته فعاله شي.

د یادې ټولنې مشر فیض الحق مشواڼی وايي،دا مهال د صنعتي پارک د ۲۵۰ تولیدي کارخونو له ډلې ۱۳۰ کارخونې فعالې دي او ۷۰ نورو چارې یې د برېښنا د کمښت له امله بندې دي. 

مشواڼی وايي،له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې صنعتي پارک د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دی،خو د برېښنا د مسوولینو له لورې ژمنه ورکړل شوې،چې د کجکي بند د برېښنا د تولید په زیاتېدو سره به د صنعتي پارک ستوزه هم حل شي.

مشواڼي زیاته کړه:« دا ستونزه له ۱۳۸۵ کال راهیسې ده. موږ له ډېره وخته د برېښنا له ستونزې سره مخ یو،خو اوس د برېښنا مسوولینو ژمنه کړې، چې ستونزه به حل شي.»

د مالوماتو له مخې،د بندو شویو  کارخونو له امله ۲۵۰۰ کسان،چې په مستقیم ډول یې په یادو کارخونو کې کار کاوه، بېکاره شوي او نژدې ۱۵ زره  نور کسان،چې په غیر مستقیمه توګه یې له یادو  کارخونو سره بوختیا لرله، وزګار شوي.

د یوې کارخونې مسوول وايي:« د برښنا د نشتوالي له امله زموږ کارخونې بندې دي، چې په دې کارخونو کې یې کار کاوه،هغه بې کاره شوي، ۱۵ زره نور کسان چې په دې کارخونو کې په غیر مستقیم ډول مصروف وو، هغه هم بې کاره شوي. متاسفانه دا په داسې نازک حالت کېچې د بې کارۍ کچه لوړه او د توکو نرخونه لوړ شوي.» 

په همدې مهال کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي،دا مهال یې د کجکي له بنده د برېښنا د تولید کچه ۵۰ میګاواټه ته لوړه کړې او د دوهم فاز په فعالیدو سره به د برښنا سطحه ۱۵۰ میګاواټه ته لوړه شي،خو د دغو مسوولینو په قول د برښنا تولید په یاد بند کې د اوبو له کمښت او ډېروالي سره مستقیمه اړه لري،چې ځیني وخت د اوبو د کموالي له امله ماشینونه پوره برېښنا نه شي تولیدولای.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist