Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو.این.ایچ.سي.ار: افغانستان کې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/12

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري یا یو.این.ایچ.سي.ار وايي، افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له بې ساري ناروین سره مخ دي.

دغه اداره وايي، ګڼ شمېر افغانان د کورنۍ نفقې پوره کولو لپاره ګدايي ته اړ شوي  او په میلیونونه ماشومان له سختي لوږي سره مخ دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي:«افغانستان کې اوس مهال  خلک د خوړو نه خوندیتوب او د خوراځواکۍ له بې ساري ناورین سره مخ دي. په دې برخه کې تر ټولو ډير زیانمن شوي ماشومان دي،ځکه هغوی د خپلو کورنیو ملاتړ لپاره ګدايي کوي. میلیونونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.» 

د اسلامي امارت د  کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم مني،چي په هېواد کي دننه ګڼ شمیر کورنۍ بې ځایه شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په خبره یې د بې ځایه شویو د ستونزو حل لپاره یې هڅې پيل کړي دي.

حقاني زیاته کړه:« د فقر کچه لوړه ده او ډېری خلک بې ځایه شوي دي. اسلامي امارت هڅې کوي،چې د فقر د مخنیوي لپاره هڅي وکړي او اساسي لاري ورته پیدا کړي.» 

 د اقتصادي چارو شنونکي بیا له اسلامي امارته غواړي،چي له نړیوالو سره تعامل وکړي او په افغانستان کي د فقر مخنیوي لپاره یوه حل لاره پیدا شي.

 د اقتصادي چارو شنونکي  وايي:« موږ پر نړیوالو او اسلامي امارت غږ کوو،چي سیاست او اقتصاد سره بېل کړي،ځکه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای،خپلې د ژوند اړتیاوي پوره کړي.» 

په هیواد کي د بې کارۍ زیاتېدو او د فقر کچې لوړېدو له امله هره ورځ ځوانان هېواد پریږدي او نړیوالو هم له اسلامي امارت سره د نجونو ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو له امله خپلي ګڼي پروژې او مرستې ځنډولې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist