Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک: افغانستان کې د روان اقتصادي وضیعت له امله اقتصادي فعالیتونه خورا ټکني شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/10

د نړیوال بانک له خوا د افغانستان اقتصادي وضیعت په تړاو د ترسره شوې سروې پایلې ښیي،چې دې هېواد کې اقتصادي فعالیتونه د پام وړ کم شوي او خصوصي سکتور تر بل هرڅه ډېر زیان لیدلی دی.

په سروې کې له درېیو پوښتل شویو سوداګرو یو یې ویلي، د تېر کال اګست میاشتې راوروسته یې فعالیتونه درولي او هغوی چې لا هم ادامه ورکړې وایي، بازار کې تقاضا کمه شوي او اړ دي، له نوي حقیقت سره فعالیتونه برابر کړي.

د سروې پایلې ښیي،چې په دې موده کې ۳۸ سلنه کوچني شرکتونه، ۲۵ سلنه منځني شرکتونه او ۳۵ سلنه لوی شرکتونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي.

نړیوال بانک:« د ښځو تر رهبری لاندې شرکتونو له ډلې، ۴۲ سلنه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي. ۸۲ سلنه هغو شرکتونو،چې په سروې کې یې ونډه اخیستې ویلي، بازار کې تقاضاء کمه ده او له امله یې د دوی فعالیتونه ټکني شوي دي. د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ په دې موده کې یا نه دي ځپل شوي یا هم لږ تر اغیز لاندې راغلي دي.» 

په سروې کې د کورنیو تولیداتو په اړه ویل شوي دي،چې بیې یې د خامو موادو کمښت له امله پورته تللي او بهرنیو توکو ته هم د پولو تړل کېدو له امله لاسرسی سخت شوی دی.

د نړیوال بانک موندنې ښیي،چې شرکتونو تر نیمایي زیات کارکوونکي له دندو اېستلي،چې په ډله کې یې ښځې تر سړیو ډېرې زیانمنې شوي دي.

سروې ښیي،چې د خصوصي سکتور ۷۵ سنله ښځینه کارکوونکې له دندو اېستل شوي دي.

د نړېوال بانک:« د بانکونو فعالیتونو ټکني کېدو له امله پر نغدو پیسو او د پیسو پر غیر قانوني لیږد تکیه ډېره شوې ده. پر کوردننه د پیسو لیږد بهیر ټکنی شوی دی،چې له امله یې بانکونه د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شوي دي. د سروې ډېریو نارینه وو ګډونوالو ویلي،چې امنیت ښه شوی،خو ډېریو ښځینه ګډونوالو بیا ویلي چې امنیت خراب شوی دی.» 

نړیوال بانک وایي،د افغانستان ډېری شرکتونه اوس د هېواد راتلونکې وضیعت ته په تمه دي، تر څو پر بنسټ یې د خپل کاروبار برخلیک وټاکي،په داسې حال کې،چې ځینې نور بیا اړ شوي، په چورلټ ډول له مارکیټه بهر شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist