Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سمنګانی: د اقتصادي ستونزو د حل او کاري فرصتونو د زیاتولو لپاره جدي هڅي پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/07

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، په هیواد کي د اقتصادي بحران د مخنیوي په موخه  سترې بنسټزیزي پروژې پیل شوي او ډېر ژر به په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

سمنګاني زیاته کړه:« ځنې سترې پروژې پيل شوي دي. نورې پروژې به هم ډېر ژر پيل شي. انشاء الله په نږدې راتلونکې کې به زموږ  د هېواد اقتصادي سرخ ښه وچلېږي. د ټولو لپاره به  په دولتي او په ځانګړي ډول  خصوصي سکتور کې کاري فرصتونه برابر شي.» 

د اقتصادي چارو یو شمېرر شنونکي بیا  د افغانستان روان اقتصادي ناورین اندېښمن کړي او وايي،که اسلامي‌امارت له نړیوالو سره تعامل ونه کړي او سترې پراختیايي پروژې پلې نه کړي، روان وضعیت به دا هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:« د اسلامي امارت لپاره په اوسنیو شرایطو کې دا په کار ده،چې دوی باید تحل وکړي او بېرته پخواني حالت ته ونه ګرځي. د اوسني عصر او له نړۍ سره د وصل کېدو په خاطر باید له ځنې شیانو تېر شي،ترڅو نړۍ دوی پر رسمیت وپېژني او موږ له دې اقتصادي وضعیته ووځو. » 

سوداګر هم په هېواد کي له اقتصادي بحران اندیښنه لري او زیاتوي،چې ورځ بلي ته د افغانانو د بیکارۍ کچه لوړیږي او له اسلامي امارته غواړي،چې په هېواد کي د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره بانکي سیستم عادي حالت ته را وګرځوي.

افغان سوداګر محمد یوسف مومند وايي:« که هم د افغانستان اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. زموږ هېواد کې بې کاري ډېره زیاته شوې ده. موږ د افغانستان له اسلامي امارته غواړو،چې د رسمیت پېژندې لپاره هڅې زیاتې کړي،ترڅو مو بانکونه خلاص شي، دلته سفارتونه پرانېستل شي، وېزې ورکړي او  تجارت وده وکړي.»  

اقتصاد پوهان دغه اندېښنې داسې مهال څرګندوي،چې د افغانستان بانکي نظام د ژغورلو او د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه د افغانستان بانک سره ملګرو ملتونو خپلو نغدي مرستو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ هم د ۳۲ میلیونه ډالرو کڅوړه دافغانستان بانک ته وسپارله.

 بل خوا د ملګرو ملتونو  پراختیايي پروګرام ویلي،له افغانستان سره  اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي او د خلکو اړیتاوې نه شي پوره کولای او د میلونونو کسانو ژوند له اقتصادي بحران سره مخ دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist