Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر کې زياتوالی راغلی 

په کندهار کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/14

د کندهار میرویس روغتون مسوولین وايي،  د دغه روغتون بسترونه له هغو ماشومانو ډک شوي،چې پر خوارځواکۍ  اخته دي.

د یاد روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکټر محمدصدیق وايي،روغتون ته د راوړل شویو خوارځواکو ماشومانو د شمېر  زیاتېدو لامل  د لارو  خلاصوالی دی.

صدیق وايي، د تېرو جګړو  له امله د ښار او لسوالیو تر منځ تړلې لارې اوس خلاصې شوي او اوس دغه ماشومان په کورونو کې نه  ساتل کېږي او په ډېرې اسانۍ سره یې روغتون ته رارسوي.

صدیق زیاتوي:« دا شمېر پخوا هم لوړ و،خو اوس چې د اسلامي امارت په  راتګ سره، جګړې درېدلي دي، لارې خلاصې شوي او هر  څوک هڅه کوي، چې ناروغ ماشومان د  کور پر ځای روغتون کې بستر  کړي.»

عایشه چې د کندهار  د ډنډ ولسوالۍ د بالاکرز کلي اوسېدونکې ده،خپل دوه کلن ماشوم یې د خوارځواکۍ له امله د کندهار میرویس روغتون د کوچنیانو په وارډ کې بستر کړی دی.

عاشیه  وايي، د زیات غربت له امله يې خپل ماشوم ته په هغه اندازه غذايي توکې نه شوای برابرولای، چې ډاکټران یې د ماشومانو د ښې تغذیې لپاره اړين ګڼي.

هغې زیاته کړه:«  د دغه ماشوم معده د ډېرې کمزورۍ له امله خرابه شوې،هېڅ خوراک به یې نه کاوه، ټول بدن یې پړسېدلی دی. اوس مې دلته میرویس روغتون کې بستر کړی دی. ډاکټران وايي، دغه ماشوم پر خوارځواکۍ اخته دی.د ماشوم پلار مې ډېر غریب دی. مزدوري کوي،چې کار ورته پیدا شي، کله ۱۵۰ افغانۍ راوړي او کله هم ۲۰۰ افغانۍ مزدوري کور ته راوړي، چې په  دومره کمه اندازه پيسو زموږ د کور او ماشومانو ورځنۍ خوراکي اړتیاوې نه پوره کېږي.» 

د پلوشې په نوم یوه بله مور هم د کندهار میرویس روغتون د کوچنیانو په همدې واټ کې بستر کړی دی. 

پلوشه هم له خپل غربته سر ټکوي او وايي، د غریبۍ له امله نه شي کولای،خپلو ماشومانو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي. 

پلوشه وايي:« دغه  ماشوم چې ما دلته بستر کړی دی، تر زېږون وروسته یې یوازې درې ورځې د مور شیدې خوړلي او له  هغې وروسته یې د مور شیدې هم وچې شوي دي. موږ د غربت له امله نه یو توانېدلي، چې هغه ته له بازاره شیدې راوړو. د ماشوم پلار هم غریب دی، د بل په روزانه مزدورۍ یې په سختۍ سره ګزاره روانه کړې.

اوس مې دغه ماشوم د زیاتې خوارځواکۍ له امله ناروغه شوی دی او دلته مې بستر کړی دی. زموږ له ماشومانو سره تر اوسه پورې کومې مرستندویه ادارې د تغذیې په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې. » 

په کندهار کې  د ډېرو خلکو اقتصاد چې په کرکېله باندې بناء وو، د سختې وچکالۍ له امله زیانمن شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا  ډبلیو. ایف. پي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو  د ملاتړ صندوق یا یونېسف  موده وړاندې خبر داری ورکړی و،چې په سختي خوارځواکۍ اخته ۱ میلیون افغان ماشومان ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist